کور / تازه خبرونه / هلمند: اته انګرېزان وژل سوي دي

هلمند: اته انګرېزان وژل سوي دي

 

د برتانيې د دفاع وزارت منلې چي د جمعې په ورځ يې په افغانستان کي اته پوځيان وژل سوي دي.

د دې عسکرو په مړېنه په تېرو ١٠ ورځو کي د برتانوي پوځيانو د مړو شمېر ١٥ تنو ته ورسېدئ او له ٢٠٠١ کال څخه يې په افغانستان کي د مړو پوځيانو شمېر ١٨٤ تنو ته لوړ کړ.

د دفاع وزارت وايي پنځه عسکر يې د جمعې په ورځ په سنګين ولسوالي کي په دوو بېلابېلو ماين چاودنو کي د پلي ګزمې پر مهال وژل سوي دي.

همدا راز درې نور عسکر يې هم د هلمند ولايت د نادعلي په ولسوالي کي د طالبانو له خوا د ماين په يوه چاودنه کي له لاسه ورکړي دي.

د يادوني وړ ده چي برتانوي پوځيان او په مجموع کي افغانستان ته د راغليو خارجي عسکرو ډېره برخه د طالبانو په ماينونو وژل کېږي.