يوې پاکستانۍ خپروني ډاون د طالبانو په حواله خبر ورکړئ دئ چي په افغانستان کي يې د يوې هندۍ کمپنۍ شپږ کسه هندي کارکوونکي وژلي دي.
پېښه د پکتيا په ولايت کي د جمعې په ماښام رامنځته سوې چي ٢٠ کسه نور پکښي ټپيان سوي دي.
د پکتيا چارواکي وايي د پوليسو په دفاعي ډزو کي ١٠ طالبان هم وژل سوي دي.
د دې پېښي په باب يوه بل افغان چارواکي چي نوم يې نه دئ اخيستئ وايي په دې پېښه کي ټول ١٨ کسان وژل سوي چي يو افريقايي هم پکښي شامل دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه