کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خنجر په هلمند کښي تر کومه بریده خپلي موخي ترلاسه کړائ شوې؟

خنجر په هلمند کښي تر کومه بریده خپلي موخي ترلاسه کړائ شوې؟

یوه اونۍ مخکې ۴۰۰۰ امریکایي مارینز پوځیانو په هلمند ولایت کې دخنجرپه نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

دامریکایانوله دغو عملیاتوسره همزمان په هلمند کې میشتو ۳۰۰۰بریطانوي ځواکونو هم هالته دطالبانودله منځه وړلوپه غرض دپړانګ دخپړې په نوم پوځي عملیات په کارواچول.

دامریکایانواوانګریزانودخنجر اوپړانګ خپړې عملیاتو دافغانستان ددفاع وزارت پوځیانوته هم غیرت ودراوه اودوئ هم دهلمند په ګریشک ولسوالۍ کې په نیږدې ۶۵۰ تنوپوځیانو داتل ۴۰ په نوم عملیات شروع کړل.

دهلمند په جنګ ځپلي ولایت کې ددومره پراخواومتعددوعملیاتوله پیل کیدوسره سم دخبري رسنیوله خواهم دې عملیاتوته سخت تبلیغاتي کمپاین پیل شو.

 چا ورته دکمکۍ نړیوالې جګړې نوم ورکړ، چادویتنام له جګړې راپه دیخوا ترټولو لوی عملیات وبلل ،چاورته داوبامادپوځي استراتیژۍ دبرخلیک ټاکونکوعملیاتونوم ورکړ اوچا هم په هلمند ولایت کې ددولت دواکمنۍ په نوم وروستي بریالي عملیات اعلان کړل.

دعملیاتوپه لومړې ورځ امریکايې ځواکونوپه ډیره چټکۍ سره اعلان وکړ چې د دوئ ځواکونه له طالبانوڅخه دخانشین ولسوالۍپه لاندې کولوسره نورهم پرمخ روان دي.

بالمقابل طالبانوهم دامریکایانودخنجرپه مقابل کې فرارته په قرارترجیح ورکړه اوپه خانشین ،ناوه اونوروهغوولسوالیوکې چې ددوئ ترولکه لاندې وي دجبهیې مقاومت په ځای دخرپ اوترپ تکتیک غوره ،اود دغه حربي تکتیک په ترڅ کې یې دانګلیسي ځواکونوترټولولوړرتبه افسر ډګروال Rupert thornelo له ژونده بي برخې کړ.

که څه هم چې په پیل کې دامریکايي خنجرپه مقابل کې دطالبانو دمبهم سکوت اوله هغوئ سره نه مخامخ کیدل له خلګوسره داپوښتنې راپورته کړې چې هغوئ څرنګه ترخپلې پنځه کلنې ولکې لاندې پراخې سیمې په دوو ورځوکې امریکایانوته هسې بي ټکه اوخرپه ورپريښودلې ،خو دوخت تیریدلوبیرته په ډیرې چټکۍ سره ددغه ابهام په اړه راپورته شوې پوښتنې ځواب کړلې.

اوس چې دخنجر اوپړانګ خپړې عملیاتوله پیل نه پوره یوه اونۍ تیریږی په هلمندکې امنیتي اوپوځي وضعیت دامریکایانواوانګریزانوپه ګټه نه ښکاري.

ولي دهلمندپوځي وضعیت دامریکایانواوانګریزانوپه ګټه نه ښکاري.

دهلمند جوي نامناسب شرائط او ددې ولایت صعب العبوره اراضي هغه څه دي چې امریکایان اوانګریزان په هیڅ صورت نشي کولای دهماغې سیمې له اوسیدونکوطالبانوڅخه په پوځې لحاظ مقابله وګټي.

له اجنبي ځواکونوڅخه دسیمې داوسیدونکوعقیدوي اوطبیعي کرکه اوله طالبانوسره دهغوئ دیني اووطني تړون بل هغه عامل دی چې له جنګیالیوطالبانوسره دبهرنیو نابلده عسکروپه شاتمبولو اویادهغوئ په محاصره کولوکې ښه رول لوبولای شي .

امریکایانو ته چې ددې ولایت اراضي وضعیت اوددوئ په مقابل کې دهلمندیانوغبرګون ښه نه وه مطالعه کړی دعملیاتو په لومړۍ ورځ یې د طالبانوخلاف دخپلوپوځیانو بریالیتوب اعلان کړ اوددغه نسبي بریالیتوب په نتیجه کې یې دخانشین په ولسوالۍ خپل امریکایې بیرغ اوچت کړ.

هغوئ په دغه عاجل بریالیتوب سره په هلمندکې میشتو بریطانوي پوځیانوته د دوئ دپنځه کلنې لټۍ اویاپه اصطلاح ناغیړۍ پیغورهم ورکړ چې دخانشین ولسوالۍ په شمول پنځه نورې ولسوالۍ یې دطالبانوولکې ته ورخوشې کړې وې..

خودجګړې په دریمه اوڅلورمه ورځ چې کله دجګړې له لومړۍ کرښې ډیر رادیخواته دطالبانو توغندیودهلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار ولړزاوه امریکایان یې له وارخطایې او ویرې سره مخامخ کړل ، اوداورته معلومه شوه چې له خانشین څخه دطالبانوپه شاتګ دهغوئ لپاره دبیړنۍ خوشالۍ ترڅنګ یوبل تریخ پیغام هم له ځانه سره لري.

دطالبانوله خواپه هلمند کې دپولادي جال دعملیاتو اعلانول اودجګړې له میدانه دسیمه ایزوخلګو وتل دامریکایانوپه پوځې مورال بل هغه سخت ګذاروه چې ددوئ دخنجري جګړې دناکامۍ نښې نښانې یې رابرسیره کړې.

امریکایانو تردې له مخې هم په هلمندکې خپل شکست محسوس کړی وه

په هلمندکې دخنجرعملیات دامریکایانولومړني عملیات ندې چې هغوئ پکې دمخالفوطالبانوله پوځې تکتیکونواوچلونو سره مخامخ کیږي؛ بلکې دتیرو اتوکلونوپه جریان کې امریکایانوته په ډیروعملیاتوکې دطالبانو پوځي ځواکمن توب اوددوئ په نسبت دولس په منځ کې دطالبانو دیني اووطني مؤثریت ښه په اثبات رسیدلی.

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۲ کال کې طالبانو دشاهي کوټ په حیرانوونکې جګړې کې دامریکایانودپوځي وړتیا اوظرفیت جاج ځانته معلوم کړ ،بیا ترننه چې هغوئ په کونړ،نورستان ،خوست ،پکتیا،پکتیکا،لوګر،کابل..میدان ښار،غزني ،زابل،اروزګان،قندهار،فراه . . . . ولایتونکې چیرې هم له امریکاانوسره مخامخ شوي دمخامخ کیدونتیجه دطالبانوپه ګټه پایته رسیدلې اوامریکایانوته پکې هيڅ سوبه په لاس نه ده ورغلې .

که څه هم کله ناکله دعملیاتوپه جریان کې امریکایانو په سطحي توګه دعملیاتوپه نقطه کې نسبي پرمختګ کړی وي ،خوداسې پرمختګ چې دوئ دې هالته خپل مخالفین په بشپړه توګه له منځه وړي وي،یادې ددوئ په خلاف مقاومت مکمل شنډ کړی وي ؛ چیرې هم نده پیښه شوې ،بلکې ددې برعکس داسې شوي چې دامریکایانوله پوځي اپریشن وروسته په هغوسیموکې طالبان لاقوي اوپه دولتي مرکزونو یې پوځي بریدونه زیات شوي دي.

دبیلګې په توګه دامریکایانوتردغولویوعملیاتویوه اونۍ مخکې انګریزانودهلمند دباباجي په سیمه کې همداشانې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې نه داچې څه لاسته راوړنې و نه درلودلې بلکې دهغه برعکس یې ډیرې سیمې له لاسه ورکړې.

بناء ً دپورتنیو حقائقوپه رڼاکې امریکایانوداخبره محسوس کړې وه چې هغوئ به دخنجر له عملیاتوڅخه هم داسې مطلوبه نتیجه کومه چې دپنټګان چارواکې ورته سترګې په لاره دي ترګوتونکړای شي.

نودوئ بیا ولي په دغه حساس زماني مقطع کې په هلمند دخنجرګذاروکړ

رښتیاهم چې په اوسنیو شرائطوکې دافغانستان دروانوجریاناتوهره شیبه دامریکایانولپاره برخلیک ټاکونکې اونهایت حساسه بلل کیږي .

ځکه دافغانستان لپاره داوبامانوې استراتیژي ،دبهرنیوځواکونولپاره دامریکایي تجربه لرونکي جنرال مک کریستال ټاکل ، په بروکسل کې دناټوتړون ددفاع دوزیرانوغونډه.. . . . داهرڅه د دغوحساسوشیبودګټلولپاره مخکې ترمخکې طرحه شوي پلانونه ول.

خودامریکایانو له دغوټولوسیاسي اوپوځي طرحو اوپلانونوسره سر ه دافغانستان امنیتي حالت ورځ تربلې داسې دترنګلتیا په خواروان دی چې خپله دامریکایي پوځي چارواکوپه اعتراف په یوه اونۍ کې دمخالفینو د بریدونوشمیره په څلوروسووه اوښتې ،اوپه نتیجه کې یې دوژل شویوبهرنیانوشمیره ۲۰۰ ته په نیږدي کیدوده.

په تیرو۶ میاشتوکې دوژل شویوبهرنیانودغه لوړه شمیره هغه پایله ده چې دسپینې ماڼۍ چارواکي یې دخپلوشپږمیاشتنیوهراړخیزه هلوځلوپه مقابل کې ترلاسه کوي، اودا د دوئ لپاره هغه مرګونې نامطلوبه پایله او نتیجه ده چې په هیڅ توګه یې منلوته چمتو والی نه لري ،همدا لامل دی چې هغوئ دیوه احتمالي موفقیت دترلاسه کولولپاره په هلمند دخنجرګذاروکړ.

دخنجرګذارکم ترکمه داوکولای شول چې دیوې اونۍ لپاره یې په کندوز ،پکتیا،خوست ، غزني، اونورو ولایتونوکې دوژل شویو بهرنیانواوامریکایانوله مخ په زیاتیدونکې شمیرې څخه دنړیوالوخبري رسنیو پام دخانشین فتح شوې ولسوالۍ ته راواړاوه.

دامریکایانو اصلي مقصد همدادی چې په هره ممکنه وسیلې سره وي باید دنړیوالوتوجه له خپلو هغو ناکامیو اونیمګړتیاووڅخه بل لورته واړه وي کومې چې دمجرب مک کریستال په قومندانۍ کې په یوه ورځ دلسو امریکايي پوځیانود وژل کیدوله امله دوئ ورسره مخامخ دي.

او دامریکایانو دغه ادعا چې ګنې هغوئ به په هلمند کې دراتلونکوانتخاباتولپاره دخنجرپه وسیله زمینه سازي کوي په حقیقت کې هغه بي اساسه ادعاده چې دیوه سالم انساني تعقل له مخې دهغې تحقق دجګړې په ډګرکې ناشونی بلل کیږي .

دامریکایانوهم په دې خبره سر خلا ص سوی چې دهغوئ خنجرپه هلمند کې دهراز بریالیتوب په ترلاسه کولوکې پاتې راغلی او خپل مؤثریت له لاسه ورکړی ؛ همدا لامل دی چې اوس په ډیرې مایوسۍ سره کله په سیمه کې دملکي خلګوموجودیت ،کله ددوئ په لاس دفتح شوې سیمې لپاره دافغان ځواکونو کموالی ،اوکله هم په سیمه کې دولسي وګړواوطالبانوترمنځ نه توپیردخپل بریالیتوب په مخکې خنډپلمه کوي.

خوداهرڅه باید دعملیاتوترپیل کیدوله مخه سنجول شوي وای .

اوسنجو ل شوي هم وه .

خودامریکایانوله بده مرغه چې په افغانستان کې هرڅه ددوی دتوقع اوسنجونې برعکس ترسره کیږی .

تبصره نسته

  1. قلم هغه سپیڅلی اله ده چی له یوه نسل نه بل نسل ته علمونه او
    تهذیبونه لیږدوی داقلم ده چی دعلومو،پوهو، ثقافت او هنر کتابونه اوبابونه یی موږ ته
    رارسولی او دا نن هم دقلم په توسط په ګرده نړی کی پوهی او علوم خپریږی اودا سپیڅلي
    دنده ددی سپیڅلی الی په توسط سره لیکوال اوقلموال پرمخولی سپیڅلی قلم هغه له برکته
    ډکه اله ده چی لوی څښتن په خپل مبارک کلام کی په هغه باندی سوګندکړی دی او ددی
    سپیڅلی قلم په رګونو کی چلیدونکی وینه هم دقلم په څیر پاکه اوسپیڅلی ده ځکه په هغه
    هم لوی څښتن سوګند کړی دی اودرسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه روایت کی راځی چی
    دعالم دقلم رنګ او دشهید وینه به دمیزان په تله کی یوډول وزن لری په لنډو لیکنو کی
    اوږدی سریزی خوندور کار نده نو زه یی هم رالندوم اوخپل دمطلب ټکی ته راځم هغه داچی
    له رواج سره سم باید ووایم له بد مرغه موږ پرون او نن داسی لیکوالان لرل او لرو یی
    چی ددی سپیڅلی قلم ستر رسالت او دروند مسؤلیت یی له شخصی ګټو قربان کړی دی دقلم په
    مسؤلیت یی سترګی پټی کړی او دروبل کالداروریالونواو ډالروبرق اوذلق یی سترګی ړندی
    کړی دی .

    دواک او قدرت پلاز ته که هرجابر او ظالم ختلی دی دقلم نا اهله
    مسؤلینو یی دجاه اومنصب یا خسیسی دنیا له پاره خپل چوپړ نه ده سپمولی او دقلم
    سپیڅلتیا یی دهغو وینی څښونکو جبابروپه ناولیو پښو کی سپیلنی کړی ده لری نه ځو
    داروان حالت او لنډه ماضی را اخلو که تاسو دځینی شخصی او نورو مجلو یا ورځپاڼو
    دکلکسون در اخیستلو تکلیف وکړئ او دځینی یارانو تبصری ، شننی او تحلیلونه وګورئ نو
    وبه وینئ چی هغو څوڅو ځله اړخونه بدل کړی او رابدل کړی دی دوی که یوه ورځ دهیواد او
    ولس په ګټه څه لیکلی دی هغه ټول شعاری انګولاوی او نا سپیڅی ناری سوری دی چی
    دبدمرغه ولس په سترګو کی دخاورو شیندلو په فاسد او سپک نیت یی له خولو وتلی دی دانن
    موږ دمختلفو صدارتی کاندیدانو! په چوپړ کی وینو چی زموږ ډیر تکړه لیکوالان دیوه
    اوبل کاندیدپه ګټه په کمپاینونو بوخت دی دهغوی سوانح لیکی دهغوی پروګرامونه تتیبوی
    او…..خو که څوک په پټه هغه ته ووایی چی ته او خدای داته چی څه لیکی دادی دضمیر
    پریکړه ده او که د ډالرو شرنګ دی په ضمیر خاوری اړولی دی نو دا خوارکی به تالی
    تائیدوی ځکه خبره صفاده چی دتوری غوا هم پۍ سپینی وی داښاغلی دطالبانوپه اړه په دی
    رواجی تورو غاړه سپکه وبولی چی طالبان د ای ایس ای په دام کی کیوتلی دی !!او په
    خپله په دی درانه حقیقت سترګی پټوی چی د ای ایس ای روزونکی سی ای ای له څومره
    فوځونو اوځواکونو سره په هیواد کی شتون لری .

    دانن دصدارت په غوبل کی الویزانده کسان څومره د سی ای ای له دامه
    وتلی کسان دی اود یونیکال او پی ارټی له مزدورانو هیواد نده ډ‌ک داستاسو دقلم چلونی
    اجرت له کومی منبع نه درکول کیږی ؟؟ او له دی کمپاینونو به تیر شو دهیواد په مختلفو
    سیمو کی اودا اوس په هلمند کی چی دصلیب لنډغرو کوم ناتار جوړ کړی دی او هره ورځ ددی
    سپیرو افغانانو وینی بهیږی او کورونه یی نړیږ ی دا بی ضمیره لیکوالان او داپه ډالرو
    مین سوداګر لګیادی خپل قلمونه دصلیب په چوپړ کی کاروی او دهغوی په پرمختګونو تبصری
    او تحلیلونه لیکی خو دا ښاغلی دی پوهه شی چی د لوی څښتن نیونه اوپوښتنی ډیری سختی
    دی تاسو ته لوی څښتن دعلم او دقلم درسالت نعمت در بښلی دی او تاسو ددی ناتوانه ولس
    زامن یی دا ډالری دوری ډیری ژر تیریږی بیا به یو وخت خپلو ضمیرونو ته شرمنده یی خپل
    ولس به لعنتونه در باندی وایی او د الله جل جلاله دحساب او کتاب خبری خو به موپه
    مخکی پرتی وی .

  2. سلامونه . ښاغلی (غزنیوال)یوه نړی مننه لوی چښتن (ج) دی تا غوندی ریشتیا ویونکی او با احساسه ژورنالستان تل بریالی ولری ،چی نور هم د یر غلګرو امریکایانو او ګوډاګيانو تل پاتي ناکامی او ذلت زیری ځوریدلو او کوفر شکن افغانانو ته وړاندی کړی .لوی چښتن (ج)سپڅلی مسلمان ژورنالستان او د حق د لاری غازیان تل بریالی او سرلوړی ولري . لعنت، ذ لت ، مصیبت قهر دالله دی وی پر ډالر خورو لیکوالانو او د هغوی پر امریکای بادارانو . د خپلواکی په هيله