ازاد نومښود
د کتاب نوم ………………… ازاد نومښود
د خپرېدو کال ……………. ۲۰۰۸ م
ليکوال …………………….. سعادت ملوک ازاد
چاپچارې …………………. دانش خپرندويه ټولنه، کابل
تعداد………………………. زر (۱۰۰۰) ټوکه
کمپوزر …………………. حاجي عمرخېل
د موندلو ځايونه
جلال اباد کې د مومند کتاب پلورنځی (د مخابراتو څلور لارې ته نږدې)
پېښور کې د دانش کتاب پلورنځی (قصه خوانی، نعلبندي پېښور)
کابل کې د دانش کتاب پلورنځی (پخته فروشي)، د حبيبي کتاب پلورنځی د صدارت څلور لارې
د کاناډا د تورنټو ښار، افغاني کتاب پلورنځی
جرمني، انګلنډ، ډنمارک، سويډن او نور اروپايي هېوادونه
( ازاد نوموښود) د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستيو کې د ښاغلی سعادت ملوک ازاد په زيار چاپ شوی .
نوموړی کتاب د ټولو افغاني کورنيو لپاره چې غواړي پخپلو نويو زېږېدلو ماشومانو سوچه افغاني – پښتني نومونه کېږدي يو په زړه پورې کتاب دی .
په دغه کتاب کې د هلکانو او نجونو لپاره پنځه زره سوچه افغاني – پښتني نومونه ځای کړای شوي دي .
د ( ازاد نومښود) ځانګړتياوې پدې کې دي چې ټول ښځينه او نرينه نومونه د الفبا د تورو په ترتيب ليکل شوي او ورسره په لاتينو تورو د هر نوم غږيزه بڼه او مانا هم ليکل شوې ده .
ياده دې وي چې په نوموړي کتاب ښاغلي پوهاند زيار، ليکوال او کيسه ليکونکي ښاغلي زرين انځور سريزې کښلي او همدارنګه ښاغلي استاد محمد اصف صميم پرې کره کتنه کړې.
د يادوني وړ ده چي شاوخوا دوولس کاله مخکي ښاغلی لطیف جان بابي هم د نومښود په نوم يوه کتاب په ترڅ کي په لسګونو زره پښتو نرينه او ښځينه نومونه د پارسي معنا تر څنګ ليکلي او پښتو ټولني ته وړاندي کړي وو.
زه افغان يم راوتلی
ښه سرلوړی
د پېړيو له تېريو
نوم د (غلام) نه ښايي له ماسره
روستاړی که مختاړی وي
خان غلام که غلام خان وي
(ازاد)
د ليکوال سره اړيکې:
ټليفون:
004921616882024
برېښناليک :