په هلمند کي په عملياتو بوخت امريکايي سمندري ځواکونه وايي د يوې اونۍ په تېرېدو سره په دغه ولايت کي د دوى پيل سوي عمليات خورا بريالي دي چي تر اوسه يې له طالبانو څخه درې ولسوالۍ نيولي دي.
په هلمند کي د امريکا د سمندري پوځ قومندان بريدجنرال لارنس نيکولسن په خپل مخ کي پرته ستونزه د افغان امنيتي سرتېرو لږوالئ په ګوته کړ، چي وايي که امريکايي سرتېري دغه ولسوالۍ افغان امنيتي ځواکونو ته پرېږدي بيرته به د طالبانو لاسته ولوېږي.
جنرال نيکولسن وويل له دوى سره په دې عملياتو کي يوازي ٦٥٠ افغانان ملګري دي، چي په دغه شمېر امنيتي کسان د دې ولسواليو د امنيت ساتلو دپاره خورا لږ دي.