د بلوچستان ايالت په سوۍ ښارګوټي کي د ماين يوې چاودني پنځه پوليس وژلي او درې سخت ټپيان کړي دي.
د سوۍ پوليس وايي تر چاودني وروسته يې خپل زخمي ملګري روغتون ته انتقال کړي، خو ډاکټرانو يې د ژوند حالت اندېښمن ښوولئ دئ.
پوليسو د سوۍ په ښار کي امنيتي تدابير سخت کړي او په ځينو سيمو کي يې تلاښۍ هم پيل کړي، خو نه يې تر اوسه د چاودني په تور څوک نيولئ او نه هم د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه اخيستئ دئ.