د هندوستان په ګجرات ايالت کي زهرجنو شرابو ٧١ شرابيان ووژل.
د ګجرات ايالت د يوه روغتون ډاکټر وايي اته تنه داسي کسان ور وړل سوي چي شراب يې چښلي وو پر هغه ځاى ناروغه سوي وو. وروسته چي دوى څېړنه وکړه په شرابو کي يو ډول زهرجنه ماده کارول سوې وه.
د ګجرات د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي د ايالت په مرکز کي ٦٣نور کسان هم د دغو شرابو له وجي مړه سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي په هندوستان کي پروسږکال هم د کرناټک او تامل ناډو په ايالتونو کي د زهرجنو شرابو له وجي ١٥٠ تنه مړه سوي وو.