په کابل کې د خپریدونکو ورخپاڼو د نننیو ګڼو زیاتره مطالب بیا هم د هیواد په جنوب کې روانو پوځي عملیاتو، انتخاباتو او د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو ته ځانګړې شویدي.
په کابل کې زمونږ همکار ددغو ورځپاڼو غټ ټکي په لاندني مطلب کې راټول کړیدي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې شتو ستونزو ته په اشارې د برتانیې ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان لپاره د حل هیڅ یوه واحده لار نده موجود.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه دا سپارښتنه راخستې، چې دوی یوازې د وخت په تیریدو او پړاو په پړاو په افغانستان کې بریالې کیدلې شي.
په ورځپاڼه کې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو ته هم کتنه شوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو علت د افغانستان روانه وضعه ښودل شوې.
ورځپاڼې پخپله کې هغه تبلیغات څیړلي، چې د لويدیځ د رسنیو لخوا د افغان دولت د کړنو په اړه کیږي او لیکلي دي، چې دا تبلیغات ناسم دي.
انیس:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انسجام او همکارۍ د بورډ پرونۍ غونډې ته په اشارې لیکلي دي، چې د بهرنیو متخصصینو د ګمارلو پیسې د خلکو له جیبه ورکولې کیږي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې اکثره دغه متخصصین پخپل هیواد کې د پنځو زور افغانیو تنخوا هم نشي ترلاسه کولې خو په افغانستان کې زیات امتیازات او تنخواوې اخلي.
ورځپاڼې د خنجر د عملیاتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې طالبان د ناوې، ګرمسیر او خانشین له ولسوالیو څخه تښتیدلي دي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کاندیدانو روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتي کمپاینونو په نولسو ورځو کې پنځه اویا غړونې ثبت شویدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتیدو مسئله څیړلې او پوښتلي دي، چې ولې د نا امنیو د خوریدو خطر د داې کنډي او بامیانو په لور روان دې.
په ورځپاڼه کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې د انتخاباتو په درشل کې ځینې قاچاق وړونکې له بند نه خوشي شوي او دا مسئله کولې شي د انتخاباتو په بهیر ناوړه اغیزه ولري.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د خنجر په عملیاتو کې شوي پرمختګونه څیړلي خو لیکلي دي، چې دغو عملیاتو طالبانو ته د پام وړ زیان ندې اړولې.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې طالبانو یا خو ځانونه له خپلو وسلو سره یو ځاې پټ کړي او یا هم د هلمند ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي، چې په راتلونکې کې خطرناک ثابتیدلې شي.
په ورځپاڼه کې په لوګر ولایت کې د یو کمپاین په مهال د نښتې خبر هم ورکړل شوې دې او لیکل شویدي، چې دا نښته د ولسمشر کرزي د پلویانو ترمنځ شوې ده.
اصلاح او هیواد:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد هم پخپله سرمقاله کې د بهرنیو متخصصینو د امتیازاتو او تنخواو په اړه تبصره کړې او لیکلي دي، چې په تیرو کلونو کې ددوی لګښتونه له دوو میلیارډو ډالرو اوښتې وو.
خو اصلاح بیا د ایران په دولت دا انتقاد کړې دې، چې پر افغان کډوالو يې خپل فشارونه زیات کړیدي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انډونیزیا کې د یوې بیړۍ د ډوبیدو په پیښه کې د شاوخوا شپږ اتیاو افغانانو مړینې ته په اشارې لیکلي دي، چې غیر قانوني مهاجرتونه غمیزې زیږوي.
ورځپاڼې د غیر قانوني مهاجرتونو یو اساسي علت په هیواد کې دننه د کار نشتوالې ښودلې او لیکلي دي، چې ځوانانو ته باید د کار زمینه برابره شي.