کور / تازه خبرونه / انډونيزيا: ٨٦ تنه افغانان په اوبو کي غرق سول

انډونيزيا: ٨٦ تنه افغانان په اوبو کي غرق سول

 


د انډونيزيا حکومت وايي په دغه هيواد کي د يوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ٤٥ کسان وژل سوي او ٤١ نور ورک دي.


چارواکي وايي دغه کسان تېره شپه د لرګي په يوه کښتۍ کي د ختيځ نوسا ټينيګرا په ولايت کي ورک سوي دي.


چارواکي وايي دغه کسان چي ټول افغانان دي له دې لاري يې غوښتل اسټراليا ته ځان ورسوي، خو کښتۍ يې په اوبو کي ډوبه سوې ده او ټول پکښي وژل سوي دي.


د انډونيزيا د لاري ډېرى افغانان او پاکستانيان په وروستيو کلونو کي په قاچاقي ډول اسټراليا ته ځي چي يا د کښتيو د غرقېدو له امله مړه سي او يا هم د انډونيزيا د پوليسو له خوا ونيول سي.


اسټراليا ته تلونکي افغان مهاجر وايي دا چي په افغانستان کي کار لږ او خرڅونه ډېر دي، نو ځکه دوى مجبوره دي چي په قاچاقي ډول لوېديځو هيوادونو د کار او روزګار دپاره ولاړ سي.