د برتانيې خارجه وزير پاکستان ته د سفر په ترڅ کي له اسلام اباد څخه وغوښتل چي د ممبى د حمله کوونکو پر ضد سخت دريځ غوره کړي.
ډيويډ ميليبنډ پرون په اسلام آباد کي د دغه هيواد له مشرانو سره په ليدنه کي د هند او پاکستان پر اړيکو وږغېدئ او ويې ويل له هندوستان سره د خبرو د بيا پيلېدو په خاطر پاکستان ته لازمه ده چي د هغو کسانو پر ضد سخت قوانين غوره کړي چي د هند له خوا د ممبى په بريدونو کي پړه بلل سوي دي.
د تېر کال د اکتوبر پر ٢٧مه چي په ممبى کي تروريستي بريدونه ترسره سول، د څو تنو خارجيانو په ګډون يې تر ٣٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چي د هند له خوا يې پر د مسئوليت پېټى پر پاکستان واچول سو او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې اړيکي د جنګ تر بريده خرابي کړې.