طنز
ټېل ماټېل ووډیر سیلانیا ن راټول وه تا چې ویل سړي جنګی ده ځکه وايي د بل جنګ نیم اختر وي نو د ټولو خولې لکه دساکسفون خلاصي وي یوازې خولې مالومیدی اوبس
زه هم په دې انتخابي شعار « پام چې غوړ نه شې وروره !» په ویلو مخي ته ورغلم هلته خاکي مداري ملاتړلې ولاړ وو په غوږو کې يې د زرو کړۍ اچولي وې له پلنو سږمو يې لکه دیګ بخار چې باد نیولی وي توښونه راوتل ، خپله زړه قره قلی خولۍ يې ښه پر سر چغپیته کړې وه ، خولې پر راماتي وې او ډومبک يې ډمباوه
په میدان کې پر اېښول شوی څوکۍ باندې د یو غښۍ خوړلی ټپې سور رنګه زړه انځور چې وینې تر ې څاڅېدې او لاندې يې لیکلی وه «ای لف یو» موښتی و ا ود څوکۍ څلورو خواوته کرښې -ورښې را ګرځول شوی وې او له هغه څخه بیا یوه لیکله د مداري د تورې توبرې خوا ته غځېدلې وه او د لیکې په پای کې یو خلاص چاقو پر مځکه ښخ شوی و.
مداري لکه زړه بایللی عاشق څوکۍ ته په شک کتله چې په لیدو يې سیلانیان له خندا تاو تاو کیدله
هغه زړه بایللی عاشق هغې څوکۍ ته ډومبک ډمباوه
بیا مداري نارې کړل: اې جمبوریه !
یو سپین ږیری چې ملا يې کړوپه وه سپین کالې يې اغوستي وه په چغنده ږغ يې ځواب ورکړ:
– آه باداره!
مداري : لاس څوکۍ ته ونیوی اوویل يي : د دې د ملا دلور عاشق څوک دی ؟
جمبوری: ته
مداري : دشلمبو مچ څوک دی ؟
جمبوری: هغه
مداري :زورور څوک دی ؟
جمبوری: ته
مداري : دوړن څوک دی؟
جمبوری: هغه
مداري :څوک ما نه منې؟
جمبوري ګوته سیلانیانو ته ونیوله
مداري،چې په خپله توره توبره کې اخته وو او هغه ته يي نه کتله خپله پوښتنه بیا بیا تکرار وله او جمبوری لاس سیلانیانو ته نیوه
مداري په غوسه ویل : راوښیه څوک دی هغه چې سر يې په بهرنیانو ورپرې کړم
جمبوري دشهادت ګوته سیلانیانو ته پورته کښته کوله
هغه وخندل او ویل يي:
جمبوریه ! کله دی بانکدارې کړې ده؟
جمبوری: نه
راکه کچکول
کچکول يې واخیستله د یوې پزې ته يې ونیوله د پیسو د لویدو شور شو
بیايې د یوه خولې ته او د بل غوږ ته ونیوله تر هغه چې کاسه ډکه شوه هغه يې په خپله توبره کې واچوله
په توبره کې يې لکه فوری عکس اخیستونکی بیځایه ګوتې وهلی موږ چې ویل کوم نوی شی راباسی خوهغه خالي لاس راویسته او ویل يي:
جمبوریه پوهیږی په دی ټوکرۍ کې څه شی دی؟
جمبوری: نه
مداري لکه د بخاری نل غونډی یووچ موری تک تور مار راویست جمبوری تر شا شو او نارې يې کړه : دا جل وهلی مار دی
مداري: دا مار نه دی دا زما کمر بند دی
مدارې په ډیره مینه هغه ته لاس ورنژدې کړ چې هغه ونازوي خو وچ موري ما ر پرې بړیچ ووهه
مداري له ویرې چغه کړه دوه ګامه ترشا ولوید ـ او لکه ترافیکي اشاره سور ژیراو سپین کیدی ژبه يې ګنګوړه شوه . ژر يې د ټوکرۍ سر پر کیښود
بیا يي په ویره او پام یوې بلې ټوکړۍ ته لاس وروړ او ویل يې
په دې ټوکړۍ کې څه دی ؟
جمبوری ورته وویل :
ستا کوم بله کو لمه دینه به وي
مداري:سیاسي خبری کوی جمبوریه!
مداري تر شا تی چې هغه پر مځکه ننه ایستی چاقو يې د پښې سره وموښتی هغه چې ویل مار دی . چِغه یې کړه او پورته یې ټوپ وهل
موږ یې له خندا مړه کړو
چې پوه شو په مسخرو يې ځان تیر کړ
هغه پر مځکه ننه ایستي چاقو باندې څه خاوره و شیندله او ویل یې :انتر منتر کمر بند مار چوف
انتر منتر کولمه دین مار چوف
چاقو ته يې کرار ګوته وروړه لکه ګوته يې چې سوې وي هغه يې په اخ اخ ویلو سره په خوله ومنډله
ولاړ شو او و یل يې دا څوکې کوم بل ظالیم منتر کړی ده
نو دعایې پیل کړه: خاوره يې دموله او په چاقو یې شیندله:
او ویله يي : په زور د غلو د پيرانو او معززو جنایت کارانو،په زور د مافیا دزمریانو ، په ز ور د ټولو ضد بشر محترمو لیوانو . په زور دپيریانو دېبانو او بلا ګانو چوف
په زور د ټولوباغیانو ، ياغیانوچوف
په زور دلوټمارو، داړه مارو ،توپکمارو ،سړیخورو او بډیخور
چوف …
بیا يې چاقو ته لاس وروړ او په هغه یې زور وکړ اوچغه يې کړه :
دا څوکۍ مې له طلیسمه خلاصه کړه
جمبوری او مداري له ډیرې خوشالۍ په نڅاه شول
مداري د څوکۍ راچارپيره شوی لیکې چلپا کړې ، د ټوکریو سرپوښونه يې پورته کړل او کرار کرار د څوکۍ خواته په کښل شوې لیکه رهي شو او په څوکې کیناست او په مرلۍ کې يې پوه کړه
وچ موری ما ر او کولمه دین مار د څوکۍ په لاستو را تاو شول او څه نور کوشني ماران ،لړمان او غونډکان هم د مرلۍ د ږغ خواته رهی شوه
مداري له خوشالۍ مرلۍ ږغوله هغوی ورته غړۍ وهله کله چې به د مرلۍ نغمه لږ بدله شوه دواړو مارانو به ځان نېښ وهلو ته تیار کړه
مداري اریان پاته شو چې اوس څه وکړي
سیلانیانو ته يې اشارې کولې چې هغه له دې بلاګانو خلاص کړی خو د سیلانیانو په پام چې هغه مسخری کوی هغوی به لا د خندا شنه شنه کیدل د مداري رنګ الوتی ښکاریده ، تاو تاو کیدی او خولې په راماتی وی، قره قلي يې له سره ولویده خلکو له خندا په بډوډو لاسونه نیولي وه یو بل ته یې ویل د مارانو سره لوبې پخه سا غواړي او چې دا نغمه یو نواخته شوه سیلانیان ترې رهي شول هغه یوازې د خپلو مارانو سره پاته شو
څو ګامه لانه وم تلی چې یوه ناره مې تر غوږ شوه
د لاسو د کړپولو له ږغ سره د مداری ږغ چې په ارمان يي ویل:اخ د ملا لوری راڅه پاتّه شوی
اخ د ملا لوری راڅه پاتّه شوی
او ډب له څوکۍ ولوید
ما له ځانه سره تکرار کړه : رښتیا هم د ملا لور یې چې په حلوا لویه شوی ده د لاسه ووتله