کور / شعر / زړه دركوم جانانه زړه مې راكړه

زړه دركوم جانانه زړه مې راكړه

زړه دركوم جانانه زړه مې راكړه
د محبت خواږه ترخه مې راكړه
چې موشي مينه په نفرت بدله
چې مې دركړي هغه څه مې راكړه
***
كه دې زما مينه  په زړه كې نشته
زما په ليدو دې زړه ډوبيږي ولې؟
كله چې تا سره خبرې كوم
له مانه سترګې دې شرميږي و لې؟
***
جا نانه پرېږده ستا ګيلې نه منم
منم ستا دا بها نې نه منم
راځه چې جوړه كړو د نيا د مينې
ستا ددروغوافسا نې نه منم
***
جانانه څه وايې چې څه غواړمه ؟
ستا سوركې شونډې سپينه خوله غواړمه؟
نه نه جانانه اشتباه دې كړې
كه ته داوايې نو خطا دې كړې
***
زه خومئين يم په ښكلا مئين يم
ته ډېره ښكلې يې په تا مئين يم
زه له خوښيو نه لمن ټولوم
بس زه مئين ستا په خندا مئين يم
***
جانا نه نه ده زما د وس خبره
چې كله سترګې كله زړه غواړمه
يا مې بايللي چې ستا مينه كې دي
له تا نه بېرته هغه څه غواړمه
***
ما زړه دركړى درنه زړه غواړمه
ستا په زړكي كې اوسېده غواړمه
چې يې احساس د مينې بولې ګرا نې
بس درنه غواړم هغه څه غواړمه