علم ډیوه د پیوستون د ژوند غښتلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
د بخت کاروان د ژوند ماڼې ته رسیدلی ندی
وده قسمت د خوبه ويښ هم پاڅیدلی ندی
څنګ به تیاره کاندې رڼا دا ژړيدلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
خلک د تیرو ، نه تیریږی دوی ورمنډې وهی
عجیبه خوی لرې د خپلې ونې څنډې وهې
ددوی په فکر کې د بل دي غزيدلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
دوی په دونیا باندې مین دي ایمان لرې ساتی
څومره بدبخته دي چې ځان او جانان لرې ساتی
د خپل انګړ ، نه ډیرې لرې دي شړلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
د عشق یوه پیاله نسکوره ، نورې ورکې پیالې
مل دي بیلتون سره وګوره ددوی سپکې پیالې
د عقل پاڼې ئې ژیړیږی دوی څنډلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
نغمه د ژوند دی لیونتوب ته حق حیرانه ده اوس
پخپله خاوره په خپل کور کې پریشانه ده اوس
د وخت خزان په خپله غېږه کې نیولې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې
غورځنګ چې مینه نه کوی او شعور ساه نه اخلې بیا
وائې نسیم ستوری چې توره د بابا نه اخلې بیا
ځکه اغیار زمونږه کلی کې تړلې نغمې
ناپوهه خلکو دي بې ځايه زورولې نغمې