کور / شعر / دپکتيادښتي دي وياړي

دپکتيادښتي دي وياړي


ته  تخليق  دکوم هُنروې ، چي شهکارخلګوبللې
فريشته   او که  بشروې ، چی بار بار خلګو بللې


يوسپېڅلی شان آيات وې د تلقين  په موټ  رساتلې
وهر زړه  ته  بر ا بر وې  ، چي  راز دار خلګو بللې


تا په  غشو د اخلا قوتورديوان دنفرت مات کړل
د لمر ين  عزم  مظهر و ې  چي  سالار خلګو بللې


د مړ ژوا ند او لس  دردو ته تل دهيلومسيحاوې
نا ست  د زړونو پرممبر وې  چي قرار خلګوبللې


تا د ژبي  وهر رمزته   يوه  د ميني جا مه سکښته
د پښتو  دُر او ګوهر وې ، چي سٍنګارخلګوبللې


ته د ميني  ها وږمه  وې  چي راتلې به له ګلڅانګو
هم  له  د ښتي  هم له  غر و ې  چي  بهار خلګو بللې


چي لوېديځ ته دي پيام تل،د(خَولې ) او (هُنديې ) وړی
زموږ  د زړو نو پيامبر وې چي  رويبارخلګو بللې


هو ته  روح  د ( ثُر يا )وې ، هم ټپه د ( ملالۍ ) وې
د  ( بلخي  ر ا بيا ) اثر وې چي   ا ېثا ر خلګو بللې


دخپل وخت (بي بي زينب ) وې (تورپېکۍ)دسپين بولدک هم
هم  ( غا ز ي ا د ې )  لوګر وې چي ګُزارخلګوبللې


دباګرام ترُکي نن ژاړي دارواح په سترګو-سترګو
د  ( رحمن ) د ګُلو کر و ې ، چي  ګلزار خلګو بللې


که زاهد وُ ، که و ا عظ وُ ، که کوم پير دخلوتو نو
دوی  بللې  په کوثر  و ې  ، چي ا بشا رخلګو بللې


دوينا له  هري څانګي  د ي ،  بلبلورا ز  را آخيست
تل  سمسو ر لکه  نښتروې ، چي چينارخلګوبللې


د(پکتيا )دښتي دي وېاړي،(ښايسته) غوټۍ يې ګل کړې
( سعادت )   د لر ا و بر وې ، چي پيکارخلګو بللې


ځکه  ته  هم ډيورنډ  شان  يوه  فرنګ رانه جُداکړې
زموږ وجود ز مو ږ  ټبروې ، چي يو خارخلګوبللې


ددې تورزمان په غيږکي ،پښتونخوادرپسي ژاړي
تل   يې   ته  د تسل  لمر و ې ، چي سهارخلګوبللې


هيڅ ا نځوراوتمثيل نه  وُ چي دي  شعرکښي وای  ورکړی
ملتيا ر ه   ته  خبر  و ې  ،  چي  نا چا  ر  خلګو  بللې