ملګرو ملتونو پر افغان حکومت ږغ کړئ چي د هيواد د ټولټاکنو په چارو کي له مداخلې لاس واخلي.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى کاى آيډي وايي په تاسف سره ويني چي لوړ پوړي دولتي مقامات د افغانستان د ټاکنو په پروسه کي مداخله کوي، چي دا کار په يې د انتخاباتو شفافيت تر پوښتني لاندي راولي.
کاى آيډي وايي د افغانستان د انتخاباتو کمېسون يوه خپلواکه اداره ده او دوى حق لري چي د ټولټاکنو ټولي چاري وڅاري او بايد حکومتي مقامات د يوه او بل کانديد په ملاتړ په دې چارو کي لاسوهنه ونکړي.
دا لومړى ځل دئ چي د انتخاباتو په خپلواک کمېسون پسې د ټولټاکنو په پروسه کي د حکومتي اشخاصو د مداخلې په باب يوه بېطرفه اداره څرګندوني کوي.
تر دې دمخه د انتخاباتو کمېسون او ځينو کانديدانو د کرزي پر بېلابېلو حکومتي ادارو لکه دولتي رسنيو، پوليسو، واليانو او نورو چارواکو باندي نيوکي کړي وې، چي د هغه دپاره د دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره کمپاين کوي.