کور / تازه خبرونه / ناروې په اسلام آباد کي سفارت وتاړه

ناروې په اسلام آباد کي سفارت وتاړه

د ناروې هيواد په اسلام آباد کي د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ.

د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت وايي په اسلام آباد کي يې د سفارت د تړلو علت په پاکستان کي مخ پر ډېرېدو امنيتي ستونزي دي.

په اوسلو کي د ناروې د خارجه چارو وياند وويل په اسلام آباد کي يې خپل سفارت ته امر کړئ، چي تر يوې اونۍ پوري خپل ټول کارونه ودروي، او که چيري د امنيت ډاډ ترلاسه نکړي دغه موده به نوره هم وځنډېږي.

د ناروې د خارجه وزارت وياند که څه هم په اسلام اباد کي دوى د ورپېښ امنيتي خطر يادونه ونکړه، خو د سفارت د تړلو علت يې خاص امنيتي ستونزه په ګوته کړه.