کور / تازه خبرونه / د کرزي دفتر د قاچاقبرو خوشي کېدل تائېد کړل

د کرزي دفتر د قاچاقبرو خوشي کېدل تائېد کړل

د ولسمشر حامد کرزي وياند د بوسټون ګلوپ ورځپاني هغه خبر تائېد کړ، چي کرزي د يوه فرمان له مخي پنځه غټ قاچاقبران آزاد کړي دي.

بوسټن ګلوب تېره اونۍ خبر ورکړ، چي ولسمشر کرزي د خپل کمپاينر او د کابل د پخواني والي حاجي دين محمد هغه خپلوان آزاد کړي دي، چي له ١٢٠ کيلوګرامه هيروئينو سره نيول سوي وو.

د ولسمشر کرزي وياند همايون حميدزاده وايي هغوى د ولسمشر کرزي د فرمان له مخي د مجاهدينو د بري د اوولسمي کليزي په مناسبت خوشي سوي دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنتون استاد پوهاند ودير ساپي له آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي د ولسمشر کرزي دغه عمل د ناقانونه او د ولس پر حقونو تېرى وباله.

د کرزي وياند حميدزاده وايي په افغانستان کي دا دود له پخوا څخه موجود دئ چي د اخترونو، جشنونو او نورو ځانګړو ورځو په مناسبت چارواکي ځيني بنديان آزادوي او دغه کسان هم د کرزي د فرمان له مخي د دغه دود سره سم خوشي سوي دي.

خو پوهاند ودير ساپى وايي په افغانستان کي دغه دود په دې بڼه نه وو موجود، چي غل، قاتل، قاچاقبر او مجرم دي د يوې ځانګړي ورځي په مناسبت خوشي سي.

پوهاند ساپى وايي د ظاهرشاه په دوران کي به کوم مجرم په اعدام محکوم سوئ وو، د سپينږيرو او مشرانو په غوښتنه به يې د اعدام سزا د يوې ځانګړي ورځي په مناسبت په ابدي بند واړول سوه، خو داسي مثال په هيڅ حکومت کي نه دئ ليدل سوئ، چي کوم واکمن دي د خپل انتخاباتي موقف د پياوړتيا په خاطر قاقبر، مجرمين او قاتلين له بند څخه آزاد کړي.

د يادوني وړ ده چي دغه پنځه خوشي سوي قاچاقبران ټول د ولسمشر کرزي د پخواني مرستيال او جهادي قومندان حاجي عبدالقدير په کورنۍ پوري اړه لري چي د دوى له منځه د بلال ولي په نوم يو کس د ارواښاد قدير زوى ښودل سوئ دئ.

د حاجي عبدالقدير مشر زوى عبدالظاهر قدير په ننګرهار کي د حامد کرزي د کمپاين مشر او اکا يې حاجي دين محمد په کابل کي د ولسمشر کرزي د کمپاين غړى دئ، چي ويل کېږي دغه کسان کرزي ته د کمپاين په بدل کي د هغوى په غوښتنه خوشي سوي دي.

د حاجي عبدالقدير د کورنۍ دغه پنځه قاچاقبران دوه کاله وړاندي د افغانستان په شمال کي د پوليسو له يونيفورم او موټر څخه په استفادې سره نيول سوي وو، چي هر يو يې له ١٦ څخه تر ١٨ کلونو پوري په بند محکوم سوي وو.

د دې کسانو خوشي کېدو د افغانستان د کورنيو چارو د پخواني وزير علي احمد جلالي هغه ادعا په زبات ورسوله چي ويل يې د نشيي توکو په کاروبار کي وزيران، واليان، رئيسان او قومندانان لاس لري.