په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ماموریت، انتخابات او روسیې ته د امریکا د ولسمشر په سفر تبصرې کړیدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت څیړلې او د برتانیې د ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد يې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو مبارزه بې ګټې ده.
ورځپاڼې د افغانستان او د ګانډیو هیوادونو ترمنځ د اوبو مسله هم راخستې او د اوبو او برښنا د وزیر په حواله يې لیکلي دي، چې افغان دولت په پام کې لري، چې له ګانډیو هیوادونو سره د اوبو د حق په مسئلې خبرې وکړي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزې او د هغې پایلو ته کتنه شوې، چې د ورځپاڼې په وینا د افتونو زیږوونکې ده.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونو ته په اشارې لیکلي دي، چې افغان ولس پر ملي ګټو د ولاړ سیاست ملاتړ کوي.
ورځپاڼې د انتخاباتي کمپاینونو په اړه په یو جلا مطلب کې له کاندیدانو غوښتي، چې ادب رعایت کړي او د نورو پر ضد دې پوچې خبرې نه کوي.
په ورځپاڼه کې یو ځلې بیا په هیواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو موجودیت امنیت ته یو ستر ګواښ بلل شوې او د هغو په وړاندې د جدي چلند غوښتنه شوې ده.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې او د افغان دولت له لارې د هغو د لږولو لپاره روانې هڅې څیړلې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا پدې ټینګار کړې دې، که چیرې مرسته کوونکي هیوادونه خپل پروګرامونه له افغان دولت سره همغږې نکړي نو ستونزې او ګډوډۍ به لا پسې زیاتې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د یوناما او د بشر د حقوقو د چارواکو دا غوښتنه راخستې، چې خلک دې د بشر د حقوقو سرغړوونکو او جنګي مجرمینو ته رای نه ورکوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام ددوی په حواله لیکلي دي، چې لا اوس هم یو شمیر کسان، چې په جنګي او بشري ضد جنایتونو تورن دي د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په توګه پاتې دي.
افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ارادې فساد پر ضد د روانې مبارزې د بریالیتوب لپاره د قضايي ادارو رول ډیر مهم بللې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان اړیکو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې افغانستان هڅه کوي، چې د سیمې له هیوادونو سره دوستانه اړیکې وغزوي.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې یو ځلې بیا د پاکستان دوه مخې سیاست انځور کړې، چې له یوې خوا د افراطیانو د خپلو په نامه له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کوي او له بل لوري خپله افراطیت ته لمن وهي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې روسیې ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په سفر تبصره کړې او د هغې اهداف يې څیړلي دي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ناټو د قومندان د جنګ په نوي لارښود او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په غمیزې تبصره کړې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د شمال امنیتي وضعه څیړلې او پدې ترڅ کې د بلخ د والي په حواله لیکلي دي، چې ځینې لاسونه موجود دي، چې غواړي د شمال امنیت ګډوډ کړي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستالن کې د اوبو د منابعو مسئله راخستې او په ولسمشر کرزي يې دا انتقاد کړې، چې د اوبو د منابعو د خوندي کولو لپاره يې ځانګړي پروګرامونه ندي جوړ کړي.