د پاکستان د سند ايالت د مترقي ګوند مشر ډاکټر قادر مګسي وايي د بېنظيربوټو د قتل اصلي ملزم پخوانى جمهور رئيس پروېز مشرف دئ.
سند ته د سوات د مهاجرينو د ورتګ په احتجاجي غونډه کي قادر مګسي وويل د بېنظيربوټو تر ترور ١٥ دقيقې وروسته د پوليسو لاسته ورغلي ټولي نښي نښانې او څېړني داښيي چي په دې قتل کي جنرال مشرف لاس لري.
هغه کراچي ته د سوات د بېځايه سويو کورنيو د ورتګ سره مخالفت وښودئ او وايي سواتيانو ته دي په خپلو سيمو کي امنيت او هلته ستانه کړل سي.