کور / تازه خبرونه / چارواکي: ٢٧ طالبان وژل سوي دي

چارواکي: ٢٧ طالبان وژل سوي دي


د جنوب لوېديځ زون پوځي مقامات وايي د هلمند په ولايت کي ٢٧ طالبان وژل سوي دي.


د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځى وايي دغه طالبان د هلمند په ګريشک ولسوالي کي د سپين مسجد په سيمه کي د سې شنبې په ورځ وژل سوي دي.


جنرال ځاځى وايي په دې عملياتو کي د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا په ګډه ترسره سوي دي ګڼ شمېر وسله وال کسان ژوندي هم نيول سوي دي.


په هلمند ولايت کي نن شپږمه ده چي د امريکايي او افغان پوځيانو له خوا پراخ عمليات پيل سوي چي وايي تر اوسه يې د ناوې او ګرمسېر ولسوالۍ د طالبانو څخه لاندي کړي دي.