
د امريکا د دفاع وزارت وايي په افغانستان کي د مېشتو عسکرو دپاره يې د جولاى شپږمه نېټه په تېر يوه کال کي (د ٢٠٠٨ د جولاى تر ١٣ وروسته) تر ټولو مرګونې ورځ وه.
پنټاګان منلې چي په افغانستان کي يې د دوشنبې په ورځ اووه عسکر د طالب جنګياليو سره له جنګ له لاسه ورکړي دي.
په کابل کي د ايتلافي ځواکونو وياند برين نارنجو وايي د دوشنبې په ورځ د کندوز په ولايت کي هغه ماين د دوى پر عسکرو چاودلئ و چي له کبله يې څلور پوځيان وژل سوي وو.
بلي خواته نوموړي د سې شنبې په سهار رسنيو ته د درو امريکايي عسکرو وژل تائېد کړل، چي وايي د افغانستان په جنوب کي يې د لاسه ورکړي دي.
په جنوبي نا ارامه ولايت هلمند کي د پنجشنبې د ورځي راهيسي ٤٠٠٠ امريکايي او ٦٥٠ افغان پوځيانو د خنجنر په نامه عمليات پيل کړي چي وايي له طالبانو څخه يې د ناوې او ګرمسېر ولسوالۍ پاکي کړي دي.
که څه هم امريکايي پوځيان په دې عملياتو کي د پرمختګ ادعا کوي، خو داسي ښکاري چي دوى هم د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دي او مرګ ژوبلي يې ورته اړولي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي جنګياليو د خنجر تر عملياتو وروسته خپل تاکتيک له جبهيي جګړې څخه چريکي بريدونو ته اړولى، چي په تېرو څو ورځو کي يې بهرنيو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه