په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په تازه حملو کي ١٦ کسان وژل سوي او تر ١٠ ډېر زخميان دي.
رسنۍ د پاکستاني استخباراتي مامورينو په حواله خبر ورکوي چي دغه بريد د بيت الله مسيد پر يوه مهم نظامي مرکز سوئ، چي پنځه بهرني جنګيالي هم پکښي وژل سوي دي.