کور / تازه خبرونه / محكمې د كابل ښاروالۍ معین په ۳ کاله بند محکوم کړ

محكمې د كابل ښاروالۍ معین په ۳ کاله بند محکوم کړ


له كابل ښاروالۍ نه مؤثقې سرچينې وايي چې دافغانستان سترې محكمې د كابل ښاروالۍ اداري مرستيال( محمد فقيربهرام) په درې کاله بند محکوم کړیدی. همداشان له دغه معین سره یې دکابل ښاروالۍ اداري رییس هم په دوه کاله بند محکوم کړیدی.

 سرچينه وايي چې لويې څارنوالۍ له دې امله دغه امر وركړى چې دغو چارواكو د کآبل ښاروالۍ دلومړي مرستيال(محمدفقیربهرام) په مشرۍ په اداري درغلۍ کې لاس درلود  او له خپلو څوكيو نه یې ناوړه ګټه اخيسته.

 هغه مكتوب چې د افغانستان د سترې محكمې درئيس  قاضي القضات (پوهاند عبدالسلام عظيمي) په لاسليك لويې څارنوالۍ ته  صادر شوی، پكې ليكل شوي دي:
 
((قبلاً قرار قضايي(۴۲۱)۲۳/۳/۱۳۸۸ رياست ديوان امنيت عامه ستره محكمه مبني بر محكوميت هر يك محمد فقير(بهرام) معين شاروالي  كابل به مدت سه سال حبس تنفيذي و محكوميت  محمد ظاهر ولد سخي  داد رئيس اداري شاروالي به مدت دوسال حبس تنفيذي و در مورد تعقيب عدلي قراد دادن مسئولين  مديريت ماستر پلان  و رئيس  طرح و تطبيق پلان وقت  شاروالي  در رابطه به قضيه سوء استفاده از صلاحيت وظيفوي   صادر و ذريعه نامه( ۳۹۰) ۲۵/۳/۱۳۸۸ به رياست  امنيت عامه  شما غرض تطبيق و تنفيذ حكم ار سال شده است .))

بناءً به تاسي از هدايت فقره (۶) ماده (۳۱) قانون تشكيل وصلاحيت  محاكم بدينو سيله به شما ار قام  ميګردد تا از تنفيذ و تطبيق حكم قطعي مندرجه قرار نمبر فوق  رسماً  اين اداره  را اطمينان دهيد .))

 دغه فيصله په ستره محكمه كې ديوه څيړندوى پلاوي لخوا پر ۲۳- ۳- ۱۳۸۸) نېټه شوې خو اړوندو ادارو ته شل ورځې وروسته پر(۱۳- ۰۴- ۱۳۸۸) ليږل شوې ده.

 د یادونې وړ ده چې د دغه حکم د صادرېدو برسېره هم لا دغه چارواکي دقانونومنګولوته ندي سپارل شوي.