کور / تازه خبرونه / درې امريکايي عسکر وژل سوي دي

درې امريکايي عسکر وژل سوي دي

ايتلافي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د درو عسکرو د وژلو خبر ورکړ.


د ايتلافي ځواکونو يوه وياند برين نارنجو وويل دوه امريکايي عسکر يې د افغانستان په جنوب لوېديځ کي د ماين د يوې چاودني له امله وژل سوي دي او دريم تن يې په جګړه کي تر زخمې کېدو وروسته په روغتون کي ساه ورکړې ده.


برين نارنجو د دغو پوځيانو د مړيني ځايونه په ګوته نکړل، خو د تېري يوې اونۍ راهيسي امريکايي ځواکونو په هلمند کي د خنجر په نامه عمليات پيل کړي چي ښايي دغه پوځيان هم هلته وژل سوي وي.


د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چي د خنجر د عملياتو له پيلېدو سره سم دوى خپل جنګي تاکتيک ته بدلون ورکړى او د جبهيي جنګ پر ځاى يې غلچکي بريدونو او د ماينونو ښخولو ته اوږه ورکړې ده.


د ايتلافي ځواکونو وياند وايي پرون ورځ د ٢٠٠٨ کال د جولاى تر ١٣ – مي راوروسته په افغانستان کي د امريکايي عسکرو دپاره تر ټولو مرګونې ورځ وه.