کور / تازه خبرونه / پر امنيتي پوسته حملې ٥ کسه زخميان کړل

پر امنيتي پوسته حملې ٥ کسه زخميان کړل

 

د پښتونخوا په بنو ولسوالي کي د پوليسو پر يوه پوسته د بمي حملې له وجي پنځه کسان ټپيان سوي دي.

د بنو د پوليسو چارواکي وايي په ټپيانو کي يو لاروى او څلور پوليس شامل دي.

پوليس وايي تر پېښي وروسته يې سيمه کلابنده کړې او پلټونکي عمليات يې شروع کړي دي، خو تر اوسه يې په دې تور څوک نه دي نيولي.

د بنو د ځايي روغتون ډاکټرانو د ټولو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بللى دئ.