د پښتونخوا په خيبر ايجنسي کي د ځايي قبايلي ډلو ترمنځ جنګ کي اووه کسه وژل سوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي له تېري يوې اونۍ راهيسي په دې جنګ کي تر ٣٠ ډېر کسان وژل سوي دي.
په قبايلي سيمو کي دغه ډول جګړې نور وختونه هم سوي دي، چي تر ډېره حده پر شخصي غوښتنو بناء وي چي د شنونکو په وينا اکثره وخت يې تر شاه د پاکستاني استخباراتو لاس وي. پاکستاني استخبارات آى، ايس، آى يوه ډله د بلي په مقابل کي راپورته کوي، خپل منځي جنګونو ته يې هڅوي او په دې ډول غواړي پښتانه قبايل کمزوري کړي.
د خيبر ايجنسي اوسېدونکي وايي ځايي جګړه مار پر يو بل باندي د سپکو او درنو وسلو ډزي کوي، چي د عامو خلګو په زړونو کي يې بېره اچولې ده.