کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو روان پوځي عملیات او له انتخاباتو سره تړلي مسایل راخستي دي او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د افغان امریکايي او برطانوي ځواکونو روانو ګډو عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې د هلمند ازادول د طالبانو د قدرت غوښتنې وینه وچوي.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه شوې او پوښتل شویدي، چې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې ستراتیژۍ ولې ناکامه شوه.؟

ورځپاڼې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پلې کولو روان بهیر هم څیړلې خو لیکلي دي، چې وارداتي او غولوونکې دیموکراسۍ نشي کولې د ولس غوښټنو ته ځواب ووايي.

انیس:
دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د کابینې د تیرې ورځې غوندې ته په اشارې په غښټو ټکو سره لیکلي دي، چې د وزیرانو شورا د شیعه ګانو د شخصیه احوالو قانون تصویب کړ.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغان دولت او مرسته کوونکو هیوادونو ترمنځ د همغږۍ په اړتیا تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې مرسته کوونکي هیوادونه باید ځانونه د افغان دولت له پروګرامونو سره یو خیل کړي.

ورځپاڼې په کابل ښار کې د سوالګرو د ټولولو روان بهیر ته په اشارې د مرستونونو د رئیس په حواله دا خبر ورکړې، چې تراوسه پورې درې سووه اته پنځوس سوالګر ټول شویدي.

ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي، چې طالبانو په هلمند کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د روانو عملیاتو په ځواب کې د اوسپنیز جال په نامه عملیات پیل کړیدي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د طالبانو په حواله لیکلي دي، چې ډیر ژر به خنجر په اوسپنیز جال کې ښکیل کړي او د جبهه يي جګړې پر ځاې غلچکي بریدونه کوي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې بیا په هلمند کې د افغان او نړیوالو ځواکونو روان پوځي عملیات څیړل شوي او لیکل شویدي، چې دا عملیات د نړیوالو د ژمنو ازمیښت دې.

ورځپاڼې د راروانو انتخاباتو په اړه په یو جلا مطلب کې دا پوښتنه کړې، چې ولې نړیواله ټولنه غواړي، چې ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته واوړي.؟

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د څارنې او حساب ورکولو د نشتوالي له کبله له افغانستان سره کیدونکې مرستې ضایع کیږي.


دې ورځپاڼې بیا په افغانستان او پاکستان د وسلوالو طالبانو په خلاف روان پوځي عملیات څیړلي او لیکلي دي، که چیرې په دقت سره عمل ونشي نو ممکن دا عملیات ناسمې پایلې له ځانه سره ولري.

په ورځپاڼه کې په راروانو انتخاباتو کې د ښځو د رول په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې او د یوې ښځی دا ګیله هم راخستل شوې، چې کاندیدان ورته چندانې پام نه کوي.

اصلاح او هیواد:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد هم پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې څیړلي او ددغو مرستو د روڼ حساب غوښتنه يې کړې.

خو اصلاح بیا په هیواد کې شتو امنیتي ګواښونو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د امنیت له پلوه د خلکو اندیښنې باید لرې شي.

افغانستان ټایمز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په هلمند کې روان پوځي عملیات څیړلي او لیکلي دي، چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو دوام د طالبانو د ځپلو لپاره مهم دې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انرژی له پلوه د افغانستان په ځان د بسیا کیدو مسله راخستي او لیکلي دي، چې دې هدف ته د رسیدو لپاره د کورنیو منابعو کارول ضروري دي.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې یو ځلې بیا د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راخستې او پکې ولس د اوښکو بهولو په حال کې ښودل شوې دې.