کور / تازه خبرونه / افغانستان: ١٧٤ يم برتانوى ووژل سو

افغانستان: ١٧٤ يم برتانوى ووژل سو


د برتانيې د دفاع وزارت وايي پرون يې په افغانستان کي يو بل پوځي هم له لاسه ورکړى دئ.


دا په تېرو دوو ورځو کي د برتانيې دريم پوځي دئ چي په دغه هيواد کي د طالبانو له خوا وژل کېږي.


د دفاع وزارت وايي دغه پوځي هم د دوو نورو په شان د هلمند په ګريشک ولسوالي کي د پلي ګزمې پر مهال وژل سوئ چي په مړيني سره يې په افغانستان کي د ٢٠٠١ کال راهيسي د برتانوي پوځيانو د مړيني شمېر ١٧٤ ته وخوت.


د دفاع وزارت وايي له ١٧٤ څخه يوازي ٢١ کسان يې په تېرو دوو مياشتو کي له لاسه ورکړي دي.