نن د جون پر شپږمه د افغانستان په شمالي ولايت کندز کي څلور بهرنيان ووژل سول.
د کندز چارواکي وايي د دغو بهرنيو پوځيانو موټر د سړک د غاړي پر يوه ماين وخوت چي له امله يې څلور تنه وژل سوي دي.
د بهرنيو پوځيانو هويت نه دئ په ډاګه سوئ خو په دغه ولايت کي مېشت بهرني پوځيان جرمنيان دي چي د ناټو تر مشرۍ لاندي هلته ځاى پر ځاى سوي دي.