راځه چې دواړه ملنګان شو سره ځو به نـور
کور کلی پریدوبه نـور * ځـو دښتـو میرو ته
* * *
هلته به لاړشولوړو غـروته * د لوړو څوکو نښترو ته
ګـېډۍ ګـېډۍ کوڅۍ سارا کې غـزوبه نور …
د ملنګي به کړو سوالونه * که مو پوره شي حاجتونه
ددې بې وسه جلغـوزوڅوکۍ کوو به نور…
چې هـلته نه وي شیـطانان * د پـاکې میني غـمـازان
تیارې په خپـلواوښکوهـلته رڼـووبه نور…
هلته تحریک به کړومرغان * چې ګیرکې ورنه کاندي ځان
پسې راغلي سوداګر خالي شړو به نور…
څوورځې ژوند په کړوبې غمه * له د نیا نه لرو څه تمه
دملنګي دوهۍ کې مینې کړوبه نور …
( الینګار- ۱/۱/۱۳۷۹ )