په كابل كې يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې عزيزي بانك او غضنفر بانك د خپلو شتمنيو زياته برخه د ښاغلي حامد كرزي په واك كې وركړې ده، چې ښاغلى كرزى يې په مرسته په درز سره د ځان په ګټه كمپاين كوي.
دا خبره د سياسي چارو يوه شنونكي احمد سعيدي هم وكړه.
ښاغلي كرزي خو تر دې مخكې ويلي وو چې ټولټال لس زره ډالره په خپل بانكي اكاونټ كې لري، خو نن د كابل په شمول د افغانستان په نورو لويو ښارونو كې وينو چې د نورو كانديدانو په نسبت غټ، زيات او غوړ عكسونه د كرزي دي. د كرزي په ګټه كمپاينونو كې پر ګډون كوونكو پيسې وېشل كېږي او دا څه پټه خبره هم نه ده.
اصولاً يو ولسمشر بايد په لومړي ګام كې له ملت سره صداقت ولري او درواغ ونه وايي.
له كرزي څخه په دې اړه په يوه غونډه كې پوښتنه هم وشوه، چې شتمني يې لس زره ډالره ده خو انتخاباتي كمپاين يې تر بل هر چا زرور دى، كرزي وويل چې له هغو پيسو يې يو ډالر هم نه دى مصرف كړى او ځينې افغان ملي سوداګر مرسته ورسره كوي، چې دى خپل كمپاين وكړي.
خو ښاغلي كرزي د يوه سوداګر نوم هم وانخيست. خلك پوهېږي چې دا ملي سوداګر نه، بلكې د خلكو د اعتقاداتو، سپېڅلو باورونو او شرنوشت سوداګر دي، دا هغه خلك دي چې انسانان يې وژلي او نن پر كرزي راټول دي او كرزي په خپله شنه چپنه كې پناه وركړې ده.
دا دى اوس خصوصي بانكونه هم د ښاغلي كرزي ملاتړ كوي. له شتمنۍ څخه يې د قدرت د لوبې لپاره ګټه اخيستل كېږي.
ښاغلي كرزي په دې وروستيو ورځو كې د كابل د پخواني والي، حاجي دين محمد پنځه تنه خپلوان هم له بنده خوشې كړل او دوسيې وروتړلې، پر هر يوه له ۱۶ تر ۱۸ كلونو پورې بند راوتلى و. نه ده معلومه چې مجرمين څنګه يو دم وبخښل شول.
http://origin-pa.azadiradio.org/content/article/1769439.html
تر دې مخكې هم ښاغلي كرزي ځينې قاچاقبر خوشې كړي دي.
ښاغلي صبغت الله مجددي استخاره وكړه، كرزى يې د زعامت لپاره مناسب سړى وباله، يوه اوونۍ لا تېره نه وه چې زوى يې د كابل د والي په توګه وټاكل شو، زه په دې باور يم، كه حضرت صاحب بله استخاره هم وكړي، محترم زوى ته به يې كوم وزارت ورسېږي. ځكه ښاغلى كرزى خو هسې هم د وزارتونو په خيرات او لورونه كې بد نه دى.
کرزی دنورو کانديدانو په پرتله دزعامت وړ دئ اوددې وړتيا لري چي ولس ور باندي راټول سي خو کومي ستونزي او نيمګړتياوي چي دده په تېره دوره کي پيښي سوي دي داسي نه ليدل کيږي چي نور به تر ده کنترول کړاي سي داچي مجد د ي یو ځل رايه ورکړې ده زه هم وکرزي ته رايه ورکوم
ښاغلئ فطرت نه پوهیږم ده ولس څخه مو مقصد څوک دئ ولی چی په تیرو اتو کلونو کی پر کرزی پرته له قاتل،غل،قاچاق وړونکئ،ټوپکواک،وطن پلورونکئ او زناکار بل یو هیڅ کس پر کرزی باور نه دئ درلودلئ.افسوس چی اوس هم زمونز ساده پښتانه په پیر (ټګ)باندی غولیږی.
زه خو تر هغه جنت هم تیر یم چی په هغه کی پیر ګیلانی او حضرتو مجددی وی.
غورخنکیه ته فطرت نیوکه کوی دکه خونه نامی دا انتحاریان کندهاریانو او هلمندیانوته مه را استوی در بادر یی را اره وی ده خوبیسو به بدل کشی ته او سلم هم کشنی دا فغانستان به سیاست خبری کوی. اول سری ده یوه مضمون به باره کی بوره معلومات لاسته راوری او بیالکنه بری کوی.
کرانو لیدونکو: نن ورخ طا لبان دا سلام دکلمی چخه ایستیفاده کوی اودا خینی وطن فروشه لیکوالان بیا داولس دنامه چخه ایستفاده کوی.
دا به معلومه سی چی داولس خوک خوش دی او چاته رایه ورکوی.
داچي تاسو زماتبصره په لوستلو ارزولې ستاسو مهرباني ده اوډیره مننه، خبره په دې کي چي ولس څوک خپل استازي ټاکي غل قاتل قاچاقبراوکه بل دخارجه راغلي کس، که ولس دبهره راغلی بی نفوذه ستارسیرت نه ټاکي اوترهغه ودوستم ته ترجیح ورکوي، نوکرزی مجبورا اوباید همدادوستم دهغوی په استازیتوب ومني، کنه نودوستم اوملګري به ئې څه چم کوي ؟
که ستارسیرت هرڅونده پوه وي، دولس ملاتړترپوهي په ننی شرایطو کي ضروردئ، خودانه مانا چي ګویا تکنوکراتان هیڅ، بلکي هغوي هم دشرایطوپه سمېدو دواک اصلي څښتنان بلل کېدای سي
just thaink a person who give vegina to same one he will naver loss the game karzy also like this
لکه چی نه مونفس ورته تنګیږی اونه موسترګی تخنیږي