کور / تازه خبرونه / اوباما: د عراق آينده په عراقيانو په يووالي پوري اړه لري

اوباما: د عراق آينده په عراقيانو په يووالي پوري اړه لري

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي له عراق څخه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته که څه هم دغه هيواد په امنيتي چارو کي له ستونزو سره مخ وي، خو د دې هيواد آينده خپله په عراقيانو پوري اړه لري.

د امريکا د آزادۍ د ورځي په مناسبت ولسمشر باراک اوباما د هغو پوځيانو د ځينو کورنيو له غړيو سره وليدل چي يا يې اولادونه د عراق په جنګ کي وژل سوي وو يا هم اوس هلته جنګېږي.
باراک اوباما د وژل سويو عسکرو کورنيو ته تسليت ووايه او د هغوى د خدماتو مننه يې وکړه.

باراک اوباما وويل د عراق د خوشحالۍ او يووالي دپاره امريکا له دغه هيواد سره مرستو ته تياره ده، خو د عراق راتلونکى خپله د عراقي عوامو په لاس کي دئ، چي د خپل هيواد د يووالي او خپلواکۍ دپاره څنګه هلي ځلي کوي.

باراک اوباما وويل اوس عراق په نړۍ کي د يوه خپلواک هيواد په توګه پېژندل کېږي، چي خپل حکومت او پارلمان لري او د ملت استازو يې کنټرول په لاس کي اخيستئ دئ.