د برتانيې د دفاع وزارت وايي د شنبې په ورځ يې په افغانستان کي دوه پوځيان وژل سوي دي.
د دفاع وزارت وايي د دغو پوځيانو په مړينه يې په افغانستان کي له ٢٠٠١ کال راهيسي د مړو شمېره ١٧٣ تنو ته ورسېده.
په اعلاميه کي راغلي چي دغه دواړه پوځيان د ګريشک په ولسوالي کي په دوو جلا جلا پېښو کي وژل سوي دي.
لومړۍ پېښه د طالبانو د يوه راکټي بريد له امله رامنځته سوې چي له امله يې يو برتانوى عسکر يې وژل سوئ دئ او بل تن يې د ماين په چاودنه کي له منځه تللئ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي په هلمند کي له څلورو ورځو راهيسي امريکايي سمندري پوځيانو د طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي چي وايي د هلمند ناوه او ګرمسېر ولسوالۍ يې د طالبانو له حضور څخه پاکي کړي دي.