د پښتونخوا په سوات ولسوالي کي د طالبانو يو مهم قومندان وژل سوئ دئ.
قومندان احسان مشهور په ابوجندل د پاکستاني پوځيانو سره په جنګ کي وژل سوئ دئ، چي څو ورځي وروسته يې مطبوعاتو ته د مړيني خبر راووتئ.
د سوات اوسېدونکي وايي ابوجندل په سيمه کي د مولانا فضل الله غټ قومندان او قريب وو، چي څو ورځي دمخه د هغه په خپل کلي قمبر کي وژل سوئ دئ.
تر دې دمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي وو مولانا فضل الله هم په دې جنګ کي سخت ټپي سوئ دئ.