تراوسه چي کومې کارنامې ترسره سوې اویاروانې دي ددې کړونوزیاته برخه دافغانستان دخلګودبدبختي باعث کرزیدلې دي اودابدبختي ورځ ترهغه بله زیاتیږې ولې کمیږي نه . اودورځې په تیریدوسره نړیوال اوافغانانودنووستونځوسره مخامخ کیږې اودلته باید دهغه غلطیویادونه وسې چي امریکایان اونړیواله ټولنه یي پخبله هم ځانته جوړوې هم ېې افغانانوته چي هغه عبارت دې .
لومړې :- اوس امریکایان وایې چي موږدافغانستان په ټولټاکنوکې بي طرفه یواودهیڅ یوه کاندیدملاتړنه کووداخوښه خبره ده باید داسې وسې ولې داخبره دافغانستان دعام ولس دپاره زهرقاتل ده . ځکه امریکایان داخبره هغه وخت کوي چي دافغانستان مظلوم ملت یې لاس تړلﺉ ونړیوالې مافیاته په لاس ورکړې اومافیاېې دافغانستان پرټولوکارواوبرخومسلطه کړیده . امریکا اونړیواله ټولنه ډیرناوخته اوبې ځایه خوارافغانان اوخپله بې وسې یی سره پریږدې اوس که افغانان توپک ته لاس اچوې نوبیاخوېې دالقاعدې ترتورلاندې راځې اوکه ارام کښنې نودمافیاپه زندې کې به ژوندکوې اوس خلګ دیوې خوا پاڼ اودبلې پړانک ته امریکایانوودرول ،اوس به داملت څنګه دددې دوبلاونه ځان خلاصو ې کوم چی امریکایانواونړیوالې ټولنې پرسرورکښنیولې دې که چیرې امریکایانواوناټوداول سره یو رښتنې صادق ملې دولت زمینه برابره کړې واې اوس خلګوپه اسانه کولاې سوه چي دخپل سرنویشت په ټاکلوکې مثبت رول اداکړې واې . ا وس چی مریکایانو ډبرې وتړلې اوسپې یی ایله کړه اوس ورته واېې موږمداخله نه کووچې داپه حقیقت ددې ملت سره یوه ستره جفاوه چی وسوه اوس هم اکثریت خلګ دامریکایانونه نوره مرسته نه غواړې ولې دومره باید وغواړې هغه بلاوې چی امریکایانوددې ملت پرسرنازل کړیدې هغه دې ترې لیرې کړې .
دوهم : – دامریکایانوبرله پسې سرزوریولکه دخلګوپه کوروته ننوتل ، دخلګودفرهنګ اوکلتورسره بی باکې اوپه کابل کې دیوې فاسدې ادارې حمایه چي رهبرې ې دمافیا په لاس کې ده داددې باعث سوه چی بیرته ېې زموږهغوګاونډیانوچي همیشه خبله خوشحالې زموږپه بدبختې کې غوښتې ده کولنګ ته لاستې ورواچاوه اوبیا ېې دهغولاس وهنوته ترپخواډیرزمینه برابره کړه ،اوبیا دافغانستان دمهارولودپاره وسایل په لاس ورکړه چی دااوس اوس وترکې ته دکرزې ، زردارې اواودایران دولسشمرترورستنې سفرنه ډیرې نوې علامي راښکاره کیږې چی موږېې په ښکاره مثالونه وینو دبیلګې په توګه کله چې په ایران کې دولسمشرې انتخابات ترسره سوه کرزې ډیرژر پرته له دې چی دهغه ملت ستونځې اویا دنړیوالې ټولنې ځینې نزاکتونه په نظرکې ونیول سې اویا دهغوټولټاکنوسمې پیلی راځرګندې سې په ډیره عاجله هغه ته مبارکې ورکړه ، ددې ترځنګ په افغانستان کې دایران پلوه ټولوډلو دولسمشرې په ټولټاکنوکې دکرزې ملاتړوکړې اویاداچې طالیبانوپخواډیرزیات فشاردانتخاباتوپرتخریبولواودکمپاینوپرمنع کولواچولې ؤخواوس ېې ځان غلې نیولې دي ، یاداچي کرزې په ټولټاکنوکې دخاریجانودلاس وهنونه سرټکوې ددې علامونه داسې بریښۍ همدادرې واړوولسمشرانودامریکایانوپرضدیوه نوې پروګرام ته سرنږدې سوې وې اوهم ددې لیدنې نه دکرزې دکامیابې په صورت کې دهلمندداوبودقرارداد دامضا بوې راولاړیږې ، اوبیله قیده وشرطه دډیورنډ دخط پررسمیت پیژندلواوریځې دپښتنوپراسمان خوځنده بریښی کیداې سې دکنړدسیندخبره هم تربحث لاندې راغلې وې . اودکرزې لخوا ددولتې چوکیولیلامول دایران اوپاکستان وجاسوسانوته داپخپله دپورته قراردادونوته لاره خلاصول دیوې بلې پټې معاملې علامې راځرګندوې ځکه کرزې لکه خومره چی په داخل کې دمعاملوښه مهارت لرې اودملت ټولې ګټې دخپل قدردپاره په دووهې نودګاونډیانوسره خوهغه ډیرې اسانه کولاې سې چي غټې معاملې وکړې .دامریکایانودخپلوغلطوپالیسوپه نتیجه کې دافغانستان ملت لاسونه ومافیا ته وروتړل اوپښو ته به ېې دګاونډیانوزولنې ورواچوې ، چي داکارونه به هم په سمیه کې دافغانستان دخاورې تمامیت ، تاریخ ، حیثت ته اوهم دامریکا وسیاست سخت زیان ورسوې اودبارک اومابانوې پالیسې به په صفرکې ضرب کړې .
دریم : دانتخاباتوپه ډیرحساس وخت کې ډیرنظامې فشارپخپله هم پرانتخاباتومنفې تاثراچوې اوهم دولس پرناهیلو . په داسې وخت کې چي دافغانستان خلګوډیراوږده وچ کالې تیره کړیوه اوسږکال چي یوه اندازه وچ کالې ورکه سویده اوس خلګ باید خپل حاصلات ټول کړې ولې دبده مرغه نراوښځې په هلمند اوکندهارکې تربمبارد اوفشارلاندې دې په سروګرمیوکې خلګ ښځې اوماشومان کورواوکلوفراره کیږې اولځې پیښی په دښتواوڅنګلوکې یوی اوبلې خواته زغلې نه ورته دخیمواونه دخواراکې موادبندوبست سته اونه ېې ځوک په غم کې دې که نړیوالې ټولنې غوښتلاې هلمند له طالیبانوپاک کې کیداې سوه شپږمیاشتې ېې مخکې داکارکړې واې نواوس به دچا زړه دداسې دولت دپاره وټولټاکنوته ښه وې اوپه کومه روحیه به هغوې دې کارته امده ګې ونیسې
اوس به قضاوت وکړوچي دې کارودافغانستان خلګوته نیکمرغې راوسته اوکه بدمرغې امریکایان موږ له بدبختې ژغورې اوکه مونورهم دشرمښانوپه خوله ورکوې لکه په دااتوکالوکې چی ورکړو که امریکا اونړیواله تولنه غواړې دافغانستان دخلګوزړونه خپل کړې اوغواړې چې دلته امن راولې اویا غواړې داوباما پالیسې کامیابه کړې اول باید داوسنې فاسدې ادارې نه چې امریکااونړیواله ټولنې زموږ دبې چاره ملت پرسرپرنازله کړې له همدې بلاخلاص کړې داملت وژغورې ملت ځان نه سې ژغورلاې ملت . بې چاره دې . ملت ناوسه دې ، ملت مظلوم دې ، ملت وږې دې . ملت بې سلاح دې امریکا باید داملت په لوې لاس وقیام اوسلاح اخیستولوته مجبوره نکړې ، دوهم باید خپل نظامې اوتعقبیې حرکات کنترول اودافغانانوددوداودستورخلاف خپل کارونه بس کړې پرګاونډیانوزورراولې چي دافغانستان په کورینوچاروکې لاس وهنه بنده کړې دافغانستان مشکل داسې نه دې لکه دعراق یا دکوریا اویانورهیوادو داډیراوږد اودپیړیوپیړیو ستونځه دادامریکا یانوپه ټانګونواومرمیونه حل کیږې دایوه داسې معقول پلان ته ضرورت لرې چې هغه دخلګوملاتړورسره وې نه دیوې فاسدې ادارې موجودیت اودهغه په زورپرخلګوتپل ،وسلام .