کور / تازه خبرونه / روسيه د اېران او امريکا منځګړتوب کوي

روسيه د اېران او امريکا منځګړتوب کوي

د روسيې ولسمشر وايي حکومت يې د اېران او امريکا منځګړتوب ته حاضر دئ، خو پر اېران به د نورو بنديزونو لګول کار نور هم خراب کړي.

د روسيې ولسمشر ديميتري ميديوف په داسي حال کي دغه څرګندوني کوي چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما په روانه اونۍ کي ماسکو ته ځي او د لوېديځ او اېران ترمنځ اړيکي هم مخ پر خرابېدو رواني دي.

جمهور رئيس ميديوف په يوه ټلوېزوني مرکه کي وويل د اېران او شمالي کوريا د اټومي پروګرام ترمنځ ډېر فرق دئ، ځکه اېران په دې باب خبرو ته تيار دئ، خو شمالي کوريا د نړيوال ملګريتوب اړيکي خرابي کړي دي.

بلي خواته د امريکا خارجه وزيري هيلاري کلنټن د اېران د اټومي پروګرام په باب د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کي پر دغه هيواد د سختو بنديزونو د لګولو خبردارى ورکړئ دئ.