کور / تازه خبرونه / عراق: د امريکا لاسوهنه نه منو

عراق: د امريکا لاسوهنه نه منو


عراق د امريکا پر حکومت ږغ وکړ چي د دوى په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونکړي.

د عراق د حکومت وياند علي الدباغ په دولتي ټلوېزون کي د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن هغو څرګندونو ته جواب ورکړ چي ويل يې که په عراق کي قومي، ګوندي او ژبني تعصبونه له منځه ولاړ نسي امريکا به د عراق له حکومت سره اړيکي وشلوي.

علي الدباغ وويل په دغه هيواد کي د قومي، ژبنيو او سياسي اختلافونو له منځه وړل خپله د عراق د حکومت او ملت مسئوليت دئ، نه د امريکا د حکومت.

هغه وويل د عراق حکومت نه غواړي چي د امريکا په لاسوهنو د خپل هيواد سياسي حالات نور هم خراب کړي.