کور / شعر / مين شوم

مين شوم

چې په تور دمينې ستا،باندې تورن شوم
هله،خدائ شته چې، په زړۀ مې خپل شکمن شوم

له کوڅې دې چې رخصت کړم،يک تنها ووم
ستا يادونو ياري وکړه، انجمن شوم


که هر څو راباندې بار شي،پرواه نه کړه
که غمو ئې جوړ غوبل کړ،زۀ خرمن شوم


شوخ پلو ئې پر مخ راغی،مخ ئې پټ کړ
ما هم دومره پلمه غوښته،ګيله من شوم


بېګائي توبه مې ماته ،ستا قسم کړه
ستا لپاره، توبه ګار، توبه شکن شوم


رقيب،سپي او سپيو ټول کلی خبر کړ
ليلا پاتې له جلوو ،زۀ له ديدن شوم


تۀ چې، تۀ وې او ګل نه وې،خو چې ګل شوې
زۀ چې زۀ ووم،مين نه ووم،هم مين شوم