د چا ومنو !

د ولس نه د کانديدانو لوړو موخو، ژمنو او غوړو ميلمستياو لار خطا کړې او نه پوهېږي چې د چا ومني؟ په ننګرهار کې نن سبا د کانديدانو تر منځ انتخاباتي سيالۍ ښې په درز کې روانې دي. د دوو تنو حامدکرزي او عبدالله عبدالله پلويان ښې غوړې غوړې غونډې جوړوي او ډېر ګډونوال ورته راغواړي، خود دوی بل سيال ډاکټر اشرف غني احمدزی يې بيا پټه خوله ناست دی او د نورو په څېر يې نغری تود نه بلکې سوړ دی او څوک يې په دېره سلام هم نه اچوي.دغو درې واړو کانديدانو د خپلو کمپاينونو لپاره په ننګرهار کې داسې کمپاين کوونکي غوره کړي چې څه موده مخکې هر يو په ننګرهار کې د ټوپک په ژبه خلکو سره خبرې کولې او هېڅوک ترې ښه خاطره نه لري. ددرې واړو کانديدانو کمپاينران کرزي په خپله واکمنۍ کې د بېلابېلو جرمونو له امله له دندو ګوښه کړل، خو اوس يې د څو رايو لپاره بېرته په خپله غېږ کې نيولي.


دا هغه کمپاين کوونکي دي چې دا څو کلونه پرلپسې همدغو د ننګرهار په خوار ولس د ټوپک د شپيلۍ په زور واکمني وکړه. بيت ا لمال او د خلکو شمتنۍ يې ولوټلې، د غريبو ناموسونه يې لوټ کړل، لارې يې و شکولې، خلک يې ووژل، غلاوې يې وکړې، که د بيارغونې لپاره به کومې موسسې يوه روپۍ ورکړه يوه يې جيب ته اچوله او که به يې سل ورکړې سل يې خپل جيب ته اچولې. دا هغه څېرې دي چې د ننګرهار خلک يې ښې په رسميت پېژني او دا څو کاله همدغوزورواکو ننګرهاريان خواران محکوم وساتل اودوی خپل ځانونه ماړه کړل. که کرزی، عبدالله اواشرف غني دغه ډول خلک په غېږ کې نيسي،نو دوی هم دخپلو کمپاينرانو غوندې خوی لري. که هر يو يې ولسمشرۍ ته ورسېږي ښايي دولس پاتې هډونه دوی وشپېلوي ځکه چې غوښې ترې د دوی اوسنيو ټوپکواکو ملګرو او دزور اوزر همدغو خاوندانو چې نن د دوی سر لاري دي خوړلي او يوازې هډوکي کانديدانو ته پاتې دي.


په ننګرهار کې لکه چې قحط الانسان دی او نور څوک نشته چې دا درې واړه ښاغلي د خپلو کمپاينونو مسولين دغه راز خلک ټاکي. خير دوی بې چاره ګان ( کانديدان ) هم نه دي ملامته ځکه چې دوی هم خپل وار تېر کړی او هر يو يې ځان ازمايلی دی. دوی هم داسې کارونه کړي چې خلک به يې دکمپاين کوونکو په کارونو شکر وباسي. د دوی ددې اوسنۍ ستراتېژۍ نه دا معلومېږي چې دغه درې واړه يو وار بيا انارشيزم غواړي، ځکه چې په سر کې يې داسې سياسي کارپوهان او وړ خلک نه شته چې دغو کانديدانو ته چې هر يو يې ځان په تول پوره ګڼي يوه غوره پاليسي جوړه کړي. که دوی دا پاليسي خپله کړي وي چې راځه رايې هسې هم په پيسو، وعدو او يوه خيټه ډوډۍ خپلېږي او هر يو يې ولسمشر دی، خو دا خبرې بايد دوی له ياده وباسي، ځکه چې افغانان د دوی کړنو نور هم هوښيار کړل ، د چا په خبرو نه غوليږي او نه هم خپل وجدان په څو روپيو پلوري. په ولس کې که يو نيم کس پيدا شي چې د دوی په خبرو تېر وځي، نو دا بېله خبره ده. دوی چې دا دومره پرېمانه لګښتونه کوي نو سړي ته شک پيدا شي چې دوی دا دومره پيسې له کومه کړې، ځکه چې هر يو يې خپله سرمايه يوازې څو زره ډالره ثبت کړې ده. خامخا يې تر شا څوک ولاړ دي، يا به يې کوم هېواد سره د وزارتونو او ولايتونو د وېش پر سر خبره کړې وي او يايې د ولس پر سر سودا کړې ده. خبره مې دولس کوله چې يو دوه د بې چاره ګانو نه خطا دي، نه پوهېږي چې رايه چاته ورکړي او څوک پکې وړدي؟ خپلې خبرې د يو شاعر په دې بيت رالنډوم چې وايي:


خدايه په کوم صف کې دې ودرولو  –   په سر کې هغه دي چې سر نه لري