له پکتيکا ولايت څخه لر او بر ته رسېدلى تازه خبر وايي يوه ځانمرګي بريد بهرنيو او افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيکا د والي وياند حميدالله ځواک دغه پېښه تائېدوي او وايي له امله يې يو بهرنى پوځي وژل سوئ او څو افغانان ټپيان سوي دي.
پېښه د شنبې په سهار هغه مهال رامنځته سوې چي بريد کوونکي خپل موټر د بهرنيو پوځيانو له يوه کتار سره وجنګاوه.