د لندن ښار د کيمبرويل سيمي په يوه لوړ پوړي تعمير کي د اور لګېدو له امله دوه کوچنيان مړه او ١٦ تنه ټپيان سول.
چارواکي وايي اور لومړى د تعمير په لومړي منزل کي لګېدلئ وو چي کرار کرار نورو ته هم خپور سو.
پوليس وايي د اور لګېدو علت تر اوسه معلوم نه دئ، خو ښايي د ګاز يا برېښنا د شارټۍ له کبله بل سوئ وي.