کور / تازه خبرونه / الاسکا: سارا پالن استعفاء وکړه

الاسکا: سارا پالن استعفاء وکړه

سارا پالن الاسکا ته د اوباما د هرکلي پر مهال

د امريکا د الاسکا ايالت والي آغلي سارا پالن له خپلي دندي استفعاء وکړه.

آغلې پالن به خپله دنده د جولاى پر ١٥ – مه سين پارنيل ته وسپاري.

د الاسکا ايالت له ګورنرۍ څخه د هغې د استفعاء علت نه دئ معلوم، خو دا وايي دغه پرېکړه يې د الاسکا د اوسېدونکو په ګټه کړې ده.

آغلې پالن وايي په راتلونکو انتخاباتو کي به هم تر دې وروسته ځان کانديد نکړي.

پالن د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د جمهوري غوښتونکي کانديد جان مککين مرستياله وه، چي له باراک اوباما او جوبايډن څخه يې سخته ماته وخوړه.