کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزي ته څوک رایه ورکوي ؟

کرزي ته څوک رایه ورکوي ؟

د طالبانو حکومت له ختمیدو وروسته چې کله کرزی صیب واک ته ورسیدو نو افغانانو ترې تود هرکلی وکړو، دا ځکه چې له یوې خوا د طالبانو نه تر پوزې رسیدلي وو او له بلې خوا یې کرزی صیب یو مناسب او وړ شخص بللواو دا هیله یې لرله چې ګوندې نور به په افغانستان کې جنګ او جګړو ته د پای ټکئ کیږدي، او هیواد به له سره اباد کړي. ټولو پښتنو په یو اتفاق ښاغلي کرزي ته ددې له پاره رایې ورکړې چې پښتون دی او د پښتنو او پښتو حدمت به وکړي . خو په ډیر تآسف سره باید ووایو چې کرزي صیب د خلکو د هیلو او ارزوګانو خلاف هغه کارونه وکړل چې د رباني په حکومت کې هم نه دي شوي . په تیرو انتخاباتو کې په خوست ولایت کې ۹۸ او پکتیا پکتیکا کې ورته ۹۷ په سلو کې رایې ورکړل شوې همدارنګه په نورو پښتنو میشتو سیمو کې ،خو کارونه یې هغه چا ته وکړل چې ټولې یې ۶۷ رایې ورکړې وې .
ټول ساسي او نظامي قدرت یې همدې غلو او ډاکووانو ته ورکړ، په ټولو وزازتونو کې یې تر پیاده پورې همدا شادوګان مقرر کړل، د کابل ټول خالي ځایونه لکه د خیرخانې کوتل، د نوي کارتې غونډی او داسې نور ځایونه یې په زور قبضه کړل او کرزي به ورته خړ خړ کتل .
د اداري فساد جرړې تر دې حده وغزیدې چې ولایتونه ، ریاستونه او نور مهم پوستونه دده د وروڼو او انډیوالانو له خوا په پیسو لیلام شول . د افغانستان سره د شوي کومکونو ډیره برخه بې ځایه شخصي جیبونو ته لاړه او د افغانانو ژوند ته هیڅ توجه ونه شوه . د بیا رغونې په هکله ولایات څه چې د کابل سرکونه وګوری قضاوت به وکړی.
همدارنګه که په هره برخه کې تاسو فکر وکړی نو درته مالومه به شي چې کرزي صیب په تیرو اوو کالونو کې یوازې د بې ګناه خلکو وینې تويې کړي دي او د پنجشیریانو او هزاراګانو حدمت یې کړی دی . د کرزي څخه د محقق او دوستم د ملاتړ یو دلیل هم همدا دی چې ددوی حقونه یې ساتلي دي او پښتانه یې دومره ځپلي دي چې د هیچا په دور کې دومره نه دي ځپل شوي . په بګرام ګې پښتانه دي ، په ګوانتنامو کې پښتانه دي خو کرزی یواځې د مکر ژړاګانې کوي . که دنیا ته وګورو چارواکي یې په ډیرو وړو وړو پیښو خپلې استعفاوې وړاندې کوي خو کرزی صیب سره د ناکامه اووه کلنې دورې بیا کاندید دی او دخلکو نه رایه غواړي . په کار خو دا وه چې د شینډنډ، ننګرهار، خوست او فراه په پيښو کې دې ښاغلي استعفا کړې وه ځکه چې زمونږ خویندې او میندې یې د مرګ نه وروسته په سپیو وداړلې او کرزي یوازې وغندلې .مونږ نه پوهیږو چې د کرزي نه کوم حدمت پاتې دی چې د هغې د ترسره کیدو لپاره کاندید دی . پښتنو ته یې څه حدمت کړی چې رایې ورنه غواړي ؟
کرزی صیب که خفه کیږې نه هر څومره چې زر کیږي خپله کاندیداتوري واخله، په دې کې دوه ګټې دي :
۱- ستا د شر نه به دا ټول افغانان په خاص ډول پښتانه خلاص شوي وي ځکه چې زمونږ د دردونو لپاره دوا نه شې کیدای . بلکه ستا د لاسه پښتنو او پښتو ته غټه ضربه رسیږي .
۲- ستا نوم به په زرینو کرښو په تاریخ کې لیکل شوی وی ځکه چې هغه خلک به دې د یوې روپی کړي وای چې ستاسره یې د ملي او اسلامي ګټو بر خلاف د یوې چوکۍ لپاره ملاتړ اعلان کړی دی. خو چې کله دې کاندیداتوري اخیستله نو وبه وا یې چې (زه د حکومتداری وړ نه یم یواځې غوښتل مې چې هغه خلک وپیژنم چې ددې هیواد او هیوادوالو څخه چوکۍ ډیره ورته ګرانه ده . او دا به هم ورسره اضافه کړې چې د حکومت چوکۍ چا د کور څخه نه دي راوړي چې لیلام یې کړي .
۳- یوه مهمه خبره دا چې ستا د بدماش فهیم ( د ځمکو د مافیا مشر)او خلیلي (چې د پښتنو په سره به یې میخونه وهل) د شر نه به په کابل کې پښتانه خلاص شي .
ځکه کرزی صیب دا یو واقعیت به ومنې چې :
د هیچا نور نه خوښیږي بدون د هغه چا چې د چوکۍ سترګک دې ورته کړی ، که غواړې چې دا خبره تجربه کړې نو یواځې د میډیا له لارې دومره ووایه چې زه د حکومت چوکۍ نه لیلام کوم . او د هیچا سره وعده نه کوم . بیا به خپل ګرانښت وګورې . رایه به هم هغه خلک درکوي چې د چوکۍ طمع در څخه لري ، یو واقعیت به دا هم ومنې چې که بر حال ریس جمهور نه واست نو زه باور نه کوم چې ۱۰۰۰۰ رایې دې د نوم ثبتولو لپاره پیداکړې وای
په درنښت