کور / طنز / دعبید زاکاني

دعبید زاکاني


(د فارسی طنز پلار)


خواجه نظام الدین عبید زاکاني د اتمې پېړۍ  د فارسي ژبې یو نامتو طنز او هزل ویونکی شاعر او لیکوال  دی  چې د حافظ شیرازي سره په  یو وخت کې اوسېده چې د هغه  د شعرتر اغیزی لاندې راغلی دی . په ځواني کې یې د شاه شيخ ابواسحاق اينجو، سلطان اويس جلايرا او شاه شجاع مظفر  دربارو ته لاره پیدا کړه  د هغو په  مدح کې یې د یو برلاسی شاعراو لیکونکي ستاینوم وګاټه.
 دهغه اصلی ټاټوبی زاکان  دی چې زاکان  دعرب د بنی خفاجه د پښته یو کام دی او بیا ایران ته تللی دی
د هغه ستاینوم په شعر کې عبید دی هغه خپله وایي
گر کنی با دیگران جور و جفا
با عبیدالله زاکانی مکن
که د نورو سره کوی جفا
د عبید زاکانی  سره نه دی روا
د دولشاه سمرقندی  په تذکره  کې دهغه څو حکایتونه راغلی دی
هغه په خپلو تالیفاتو کې د څو پاچاهانو نومونه لکه  خواجه علاالدین، شاه شیخ ابوالحسن اینجو، رکن الدین عبدالمالک ، وزیر سطان اویس او شاشجاع مظفری یادونه کړی
د پوهانو په اند هغه یو له نوابغو څخه وو کولی شو هغه  د فرانسې د« ولتر» سره پرتله کړو .
له هغه څخه ډیر  نظمونه  اونثرونه  پاته شوی د هغه شعرونه دوبرخې لري یوه يې د هزل اوبله یې د جد برخه ده.
د هغه  جدی شعرونه درې زره بیته لري، چې  د عبید د کلیاتو په نامه یادیږی چې    بوللې ، ترکيب بندونه ، ترجيع بندونه ، غزلونه  ، قطعات ، رباعیانی  اومثنویانی  دی
 دهغه نثر روان  ، ساده او بیله حشو دی
د هغه هزلی شعرونه ، مطايبات، لطايف اوطنزونه  ډیر قوی دی  دهغه هزل او مطایبه  عیب جویې ده او طنزونه یې  په واکمنو نیوکې دی چې په فاسدو او ریا کارانو یې کړی دي.
هغه هزل یوازې د ساتیري  لپاره ویلی  دی

د هغه له اثرونو څخه د عشق نامې مثنوی ، اخلاق الاشراف، ږیره لیک  ، سل پندونه، لطايف  اوظرايف  او  موږک او پشو او د داسی نور دی
   عبيد زاکانی په پند نامه کې لیکی : ” هزل  خوار مه ګنئ  اوهزل ویونکیو ته    د حقارت په سترګو مه ګورئ. دهغه مړینه (۷۷۲ )کال  ګڼل شوی دی.
د هغه  د طنزونو څوبېلګې
 سپاهیانو یو سړي، چې  د نبوت دعوا یې کوله   خلیفه ته بوت
خلیفه  له هغه نه وپوښتل: ستا معجزه څه ده؟
هغه ویل: زما معجزه دا ده زه په هغه څه  چې ستاسو په زړونوکې تیریږي  پوهیږم اوس تاسو په زړو نو کې ګرځي چې زه درواغ وایم.
***
 وایي سپاهیانو  یو سړی چې  د نبوت دعوا  يې کوله  خلیفه ته بوت
خلیفه وویل : لوږې او د دماغ وچوالی هغه داسی کړی دی او اشپز یې راوغوښت او هغه ته يي ویل :هغه ته هره ورځ ښه شربتونه او خوښخوره خواړه ورکوه چې دماغ يې سم شی
 خلیفه  څه مده وروسته هغه راوغوښت له هغه څخه يي وپوښتل:
اوس هم جبرییل درځی؟
هغه ځواب ورکړ  : هو
-څه درته وایي؟
 هغه ځواب ورکړ: هغه وایي ښه ځای دی پيدا کړی دی د هیڅ  بل پيغامبر داسې ارامتیا او نعمت نه دی په برخه شوی پام  له دې ځایه ولاړ نشې!
***
    یو فقیر له یو کور څخه ډوډۍ وغوښتل:
 هغه جنۍ چې په کور کې وه ورته ویل:
– نشته
 بیا يې ویل:
 لرګی راکړه!
–       نشته
–       اوبه راکړه!
–       نشته
–        مالګه  راکړه!
–       نشته


فقیر وپوښتل :مور دی چیرې ده؟
ویل يي: هغه د ګاونډیانو کړه د تعزیت لپاره  تلې ده .
فقیرویل: : څنګه چې زه ستاسو د کور حال وینم نور دوستان باید ستاسو کور ته د ماتم لپاره راشي.
***
  وایی یو سړی یو کلی ته ورغی او هلته  په یو کور کې مړی شوی و
هغه ویل:  ماته شکرانه راکړی چې دا مړی درته ژوندی کړم!
هغو هغه ښه مور کړ او بیا يي مړی ته بوت
هغه  وپوښتل: دا مړی څه کاره و؟
 هغو ځواب ورکړ: هغه جولا ه و.
هغه ګوته په  غاښ ونیوله اوویل يي:
 افسوس! هر څوک  چې وای تاسو به لیدلی وای  هغه څنګه ژوندی کوم  خو مسکین جولاه چې مړ شو نومړ شو
***
 یو ماشوم د خیاط شاګرد و. یو و رځ  يې استاد  یو ه کاسه شات دوکان ته یوړه او شاګرد ته يي ویل: په دې کاسه کې زهر دی  که دی وخوړل مړ کیږی!
 هغه ورته ویل: زه په هغه څه کار لرم!
 چې استاد ولاړ هغه کالي وپلورل په هغه يي  ډوډۍ رانیوله او د شاتو سره يې نوشجان کړه
 کله چې استاد راغی  له  هغه څخه يې وپوښتل:
 کالي دي وګنډل ؟
هغه ځواب ورکړ : کالي غله یو وړه ،ماد وهلو  له ویرهغه زهر وخوړل تر اوسه ژوندی یم ددې وروسته ته پوهیږی
نور بیا