کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزى د امريکا که افغانانو په زور ولسمشر کېږي؟

کرزى د امريکا که افغانانو په زور ولسمشر کېږي؟

دا چې په ګران هېواد کې د ټاکنو ناندرۍ او انګازې ډېرې په تېزۍ سره روانې دي، زياتره خلک دې ته خوشاله دي چې داځل به بيا داسې ولسمشر پخپله خوښه ټاکو چې د تېر په شان مو پر تشو خبرو ونه غولوي. د طالبانو د رژېم له ختمېدو سره سم د کرزي نوم مشهور او د هېواد ولسمشر شو، په لومړيو کې افغانانو له ده سره زياته مينه درلوده او له همدې امله تېرو ټاکنو کې ډېرو خلکو رايې ورکړې خو په هر حال کرزى صيب بيا هم ولسمشر پاتې شو، خلکو به ويل کرزى صيب به موږ د بې ځايه جنګونو له ښکاره وساتي خو کرزى خپلو مزو کې و او خپل اصليت يې ورو،ورو خلکو ته وښوده چې له دې امله اوس عوام له کرزي دومره کلکه لري چې نوم اخېستل يې هم پرې ښه نه لګي او کرزى هم پر دې پوهېږي چې د ولس ملاتړ ورسره نشته او نور يې پر تشو خبرو نه غولېږي او بيا يې ولسمشر نه ټاکي نو د خپل قدرت ساتنې لپاره نورو خواوو ته منډې وهي. څه موده وړاندې مې له پېښوره خپريدونکې (خبرونه) ورځپاڼه کې يو خبر ولوست چې ((افغانستان  به له ټاکنو وروسته د امريکا له لورې اداره کېږي ، ولسمشر کرزي ته وېل شوي که دا وړاندېز ومني نو په راروانو ټولټاکنو کې به برى دده په برخه وي. کرزي ته دا وړاندېز امريکا ته د کرزي د سفر پرمهال د سپېنې ماڼۍ د واکمنو له لورې شوى دى.))

  د پورتني خبر په لوستو خداى شته د شاه شجاع  د دوېم ځلي پاچايۍ کيسه راياده شوه په همدې ماښام د امريکا غږ راډيو خبر خپور کړ چې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز کې هم يو ورته خبر خپورشوى چې متن يې داسې وو:

((که راتلونکى ولسمشر کرزى شي نو دا ځل د کرزي صيب اداره به د افغان توکمه امريکايي او په افغانستان کې د امريکا پخواني سفيرښاغلي زلمي خليلزاد لخوا اداره کېږي)) د ورځپاڼې د خبر له مخې خليلزاد  به د لومړۍ وزيرۍ نه بلکې د يوې نوې رامنځته کېدونکې څوکۍ په تر لاسه کولو د دومره واک څښتن کېږي او د حيرانتيا خبره پکې لا دا چې پارلمان او بل هېڅوک به د ده د چارو د څار واک هم نه لري.

  له پورتنيو خبرو ښکاري چې دا ځل ښاغلى کرزى د تش په نامه واک د تر لاسه کولو لپاره هرې سودا ته حاضر دى لکه امير محمد يعقوب خان چې د خپل واک ساتنې لپاره د ګندمک شرمناکې معاهدې ته حاضر شوى و.

تبصره نسته

  1. America der zayuna adera kawee che Afghanistan ous aw pa khawa ham de adere aw de America taseer landi day, kho khaber da da che Pakhtana pa de na ghari poh shee, aw pakhtana noro ta adera sparelai da

  2. salamonna/ khekmatola jana ?der sha sta khabary mogha tole taghed kry mogha ham ?ghadar leidar laka ?karzy ?hagha ta khpala raya?na?warkawo? pa klaka ye rato?bayd mgha raye ?yov?monaseb kanded ta?warkwo che hagha khpal?awolass? ta aman awo khoshali rawali bayad topaksalaran ham pa zeer ,wapejana ?.bayad de paisow.pa badal.ky mogha khpal. rokhyat .wanaplorwo .z

  3. تاسې ډاډه اوسئ چې ښكېلاك هيڅكله نېغ په نېغه د مسووليتونو پېټى په اوږو ناخلي او په دغه طريقه كې يې خير نشته.
    په ښكېلاك كې د ښكېلاكګرو لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې په لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو سره تطبيقيږي او خپل پلانونه د هماغه هيواد د نيول شويو او كرايه شويو غلامانوله خوا په مافيايي ډول تطبيقيږي، چې د ښكېلاكګرو دغه پلانونه زموږ په ګران هيواد كې د جګړې ادامه ده او د جګړې په لړ كې دوى كولى شي له يوې خوا په كم لګښت خپلې ستراتيژيكې موخې يانې د منځنۍ اسيا پر تېل او ګازو او نورو طبعيي سرچينو ولكه ټينګولو له پاره په ستراتيژيكه سيالۍ كې د خپلو سيالانو پر وړاندې برى او د جګړې له لارې پر هغوى د ځانونو تحميلول ترسره كړي او له بلې خوا كولى شي د جګړې په شتون كې خپلې ټولې سرغړونې او ناخوانې توجيه كړي.

    اوس كه وغواړي چې افغانستان دوى كنترول كړي، نو د دوى ټولې سرغړونې، جنګې جنايتونه او ناخوالې توجيه كېداى شي او پړه يې د دوى په غاړه لوېږي.
    په افغانستان كې دا دېرش كاله ټول همدوى(غربيان او شرقيان) د پردې تر شا ولاړ وو او دغه لوبې او سيالۍ يې پر مخ بيولې او د دې لوبې افغانان چې ځانونه به ي لكه د سپينو بازانمعرفي كول او د ولس په سترګو كې يې به يې خاورې شيندلې هغه د يهودو او نصرانيانو جمع پنجاب_سعودي_اسراييل او بله ډله ايران_روس_هند تورمخي غلامان، ښاماران او منافقين وو او دي چې د يوې خوا پښتونواله يې راخرابه كړه او له بلې خوا اسلام يې راخراب كړ او اوس د دغه دين او سپېڅلې پښتونوالې نه ملاتړ ته انشالله الله ج او ملايكو ملا تړلې ده او ورځ تر بلې دغه تورې څېرې رسوا كيږي او شرمېږي.

    ايا نه مو دي اورېدلي چې هغه دوه امريكايانو ويل چې دغه ديوث ملا چې انتحاري پر موږ پلوره دومره خو به يې پوهولى واى چې امريكايان او كاناډايان څنګه سره توپير كړي دې انتحاري بې شرف ته خو موږ ويلي وو چې په كاناډايانو به بريد كوي دې خره خو ځان پر امريكايي موټر پټاق كړ.
    دا دى د حالاتو حقيقت او بله خوا خو كرزي خان له يوې غربي رسنۍ سره په خپله مركه كې د امريكې پر غلامۍ وياړ لي وو، او حق په جانب هم دى چې د دغه غلامۍ له بركته د يوه ړوند ملت پر پادشاهۍ رسېدلى كه نه دا د هوټل قاب ويځونكى چېرته او دومره لوى مقام چېرته.

    دا لوبه خو د دغو غلامانو په ګټه ده چې د جوماتونو چړيان او د غرب قاب مينځونكي په كې پاچايان،اميرالمومنان، وزيران او رئيسان شول زيان په كې د افغان ولس دى چې د جګړې د اور لرګي دي اوهره ورځ پرې لكه لابراتواري حيوانات دسياستونو، جګړو او وسلو ټسټونه روان دي.
    وېښ شئ، يوشئ او خپل رښتيني دوستان وپېژنئ كه نه همداسې خپلو دښمنانو، غلو او د سر سوداګرانو ته رايې وركوئ او د خپلو اولادونو سرنوشت يې په لاس وركوئ.
    د نجات لاره بس يوازې اسلام دى او محك قران او پښتونواله ده چې د هر انسان كړنې پرې ارزول كېداى او هر ډول پټې څېرې پرې رسوا كېداى شي.