کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / عزت او نفس مه پلورئ !

عزت او نفس مه پلورئ !

وائي : اوبه چې په یو ځاې پاته شي نو ګنده کېږي په همدا شان په ټولنه کې کلې چې سیاسي نظام مشروعیت و نلري ، د ولس اراده پکې نه وي څرګنده د هغه نظام څخه خلک لکه د ګنده اوبو په شان ځان لرې ساتي او نور د پاېښت قابلیت نلري يا خو به دولس په مسالمت امېز انتخاباتي زور بدلېږي او یا خو به د ولسي قهر په واسط را پرزول کېږي . زمونږ هېواد دداسې تاریخي پېښو د درسونو زانګو ګرځېدلې نه غواړم دلته هغه ټول یاد کړم يواځې دومره ووایم چې ددې ولس اراده د نړۍ پخواني انګرېز ، پروني روس په خپل ټول مادي او معنوي ځواک ونشوه ماتولاې نو نني د بشر د حقوقو او دموکراسې د جارچي یرغلګر نړېوال داړه ماران به ئي څنګه ماته کړي ؟

 که په هېواد کې پېښې په ژور ډول وڅېړو زمونږ هېواد په عیني او ذهني ډول د لوی بدلون لپاره برابر شوې یو څه چې کمبود دې هغه د ملي مشرتابه تشه ده او ددې تشې د ډکولو وخت هم را رسېدلې چې ز مونږ ولس اوس باېد په پوره پاملرنې سره خپل ولسمشر د صداقت ،قاطیعت او پوهې له مخې وټاکې او خپلې رائي یعنې خپل وجدان او اسلامیت د کرزي د داړه مار حکومت په ملکانو او تواچیانو و نه پلوري . خپلې رائي د پېسو په مقابل کې چې هغه هم ستاسو جیبونو ته نه راځي ددې معنی ورکوي چې تاسو خپل عزت نفس په څو غلو او داړه مارو پلورې لکه د جهاد په دوران کې چې مو د هېواد خپلواکي د خپلو وینو په بیه تر لاسه او بیا مو هر څه غلو او داړه مارانو ته ورپرېښودل چې نن ئي د کرزي قاتل حکومت ثمره پاته ده .

درنو او غېرتمنو افغانانو ! که غواړې چې هېواد مو وادن ، سمسور او د خپلو ګاونډیانو او نړېوالو سیال شې او ځان له ګدائي څخه بچ کړې نو د افغانستان د نوي پېل د کړنلارې د پوه ، صادق او دقوي ارادې دجموري ریاست د نوماند ډاکټر اشرف غني څخه چې په ملې او نړېواله کچه د ښه شخصیت لرونکې دې ملاتړ وکړې د غني څخه ملاتړ د هېواد څه د ملاتړ معنی لري ، د اوسني ناوړين څخه هېواد يواځې د اشرف غني پینځه کلن او لس کلن پلان بچولې شي .

په اخر کې یو ځل بیا د ټولو هېوادوالو ، سیاسي متشکل او نیمه متشکلو کړیو څخه هیله کوم چې د سر لوړی افغانستان د نوي پېل لپاره د اشرف غني د پروګرام څخه ملاتړ وکړې او هېواد لدې مافیائي نظام څخه بچ کړې . په اخر کې د افغانستان د پخواني خلق دموکراتیک ګوند د ټولو صفوفو څخه هیله کوم چې نور د خائينو پخوانیو جاسوسو رهبران تر شا ولاړ نشي او د وجدان له مخې د اشرف غني څخه ملاتړ وکړي .

د اشرف غني کړنلاره کولاې شې چې دلته مطالعه کړې : ashrafghani.af/pashto