ه
د پاکستان په پنجاب ايالت کي د يوه ځانمرګي بريد له امله شپږ کسه وژل سوي او د ٢٠ په شاوخوا کي ټپيان سوي دي.
پېښه نن د پنجشنبې په ورځ پلازمېني اسلام آباد ته نيژدې د راولپنډۍ په ښار کي رامنځته سوې ده.
د پنډۍ پوليس وايي ځانمرګى پر موټر سايکل سپور و چي په چوهړ چوک کي يې ځان له يوه موټر سره وجنګاوه او له امله يې زوروره چاودنه وسوه.
د راولپنډۍ د پوليسو يوه مشر ناصر دراني خبريالانو ته وويل په سيمه کي د بريد کوونکي د بدن ټوټې موندل سوي چي د DNA ټيسټ دپاره روغتون ته لېږدول سوي دي