تيره ورځ قاضی محمد حسن حقيار د شمشاد تلويزيون سره په مرکه کې ؤ له ده څخه د تلويزيون د پوښتنو تنظيمونکی وپوښتل چې په اسلام کې د ښځی حاکميت يا سلطنت په اړه څه نظر لری قاضی صاحب په ځواب کې وويل صحی دی ښځه هم د حاکميت او مشری حق لري ، پوښتنی واله دوه ځله ورته وويل په قرآنی نصوصو، احاديثو کې خو کوم دليل نشته او نه هم د نبوت په دور او خلفای راشدينو کې د ښځی د حاکميت کوم مثال شته نو تاسی څه دليل لری ؟
قاضی صاحب وويل دا د ځنو فقهاؤ نظر دي او اوس په سياست کې بدلون او پرمختګ راغلی دي .
ددی خبری رد :
ښځه دفطری جوړښت په نظر کې نيولو سره اسلامې شريعت د امت د رهبری له ستر مسئوليت څخه معاف کړي ده .
شرعی دلايل او حکمتونه یې په لاندی ډول دی :
اسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ ) قوامون دمشری او رهبری په معنی دی .(د نور تفصيل لپاره ابن کثير لومړی جلد وګوری ) .
سبب دادی چه الله تعالی فضيلت ورکړی ځنوته په ځنو نورو باندې يعنی د الله تعالی فيصله ده اوبل په سبب ددی چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت لپاره هم نرينه مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسی .
يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .
بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .
حديث شريف ( هغه ملت چه دحکومت امور اورهبري ښځی ته وسپاری هغه ملت به کامياب نشي ) (بخاری ،ترمذی او نسايی ) .
همدارنګه دقضا مقام هم يو دروند مسئوليت دي بايد لدی مقام څخه ښځی لری وساتل شي .
هغه دوښمنۍ چه دقضاوت څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړی شايد ښځه يې ومنی او معاف يې کړي .
ښاغليه قاضی صاحب ! ايا څه چې خدای ج حرام کړی وي هغه يو عاجز بنده حلالولای شي ؟
دا خو د بنده د پاره ډير ستر ظلم دي له خدايه سخت وويريږه .
که سهوه شوي وې دا فقهی کتابونه ته يو ځل بيا ښه وګوره .
دا څنګه فقه ده چې له قرآن او سنت سره په ټکر کې ده .