د هلمند په نا ارامه ولايت کي چي د پنجشنبې په سهار پراخ عمليات پکښي پيل سول، په ترڅ کي يې د ٢٢ طالبانو د وژل کېدو ادعا کېږي او پرون په همدې ولايت کي دوه برتانوي پوځيان وژل سوي دي.
په دغو عملياتو کي ٤٠٠٠ امريکايي او ٦٥٠ افغان پوځيانو برخه اخيستې چي وايي هغه سيمي به له طالبانو څخه خلاصي کړي چي په تېرو څو کلونو کي يې له افغان حکومت څخه لاندي کړي وې.
په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو خپره سوې اعلاميه وايي دا د باراک اوباما د حکومت راهيسي تر ټولو پراخ عمليات دي چي په افغانستان کي پيلېږي.
امريکا په ٢٠٠٤ کال د عراق په فلوجه ښار کي هم دغسي عمليات کړي وو، چي عراقي جنګياليو او امريکايي پوځيانو ته درانه تلفات پکښي اوښتي وو.
د نن ورځي د عملياتو فقط نهه ساعته تيري سوي دي چي تر اوسه د ٢٢ طالبانو د وژني ادعا پکښي سوې ده.
طالب جنګياليو تر اوسه په دې عملياتو کي امريکايانو ته د مرګ ژوبله د اړولو خبر نه دئ ورکړئ او نه هم امريکايي ځواکونو ويلي چي د طالبانو په متقابلو ډزو کي څو پوځيان وژل سوي دي، خو پرون په همدې ولايت کي دوه برتانوي پوځيان د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوي وو.