کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي

د ناټو دوه عسکر وژل سوي دي


د ناټو ځواکونه د چارشنبې په ورځ په افغانستان کي د دوو عسکرو د وژلو خبر ورکوي.

د دې ځواکونو له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه عسکر د افغانستان په جنوب لوېديځه سيمي د ماين د يوې چاودني له کبله وژل سوي دي.

په خبرپاڼه کي د پېښي اصلي ځاى او د عسکرو هويت پټ ساتل سوي دي، خو د ماين چاودني ډېر وخت په کندهار او هلمند ولايتونو کي کېږي چي ډېرى پکښي کاناډايان او برتانوي پوځيان مېشت دي.